د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

طالبان: پاکستانی پلاوی کابل ته راځي، پر ځینو ګډو موضوعاتو خبرې کوو


 په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشري یو لوړ پوړی پلاوی کابل ولاړ شي.
 په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشري یو لوړ پوړی پلاوی کابل ولاړ شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د یو پاکستاني پلاوي د سفر خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل دوی ته خبر ورکړل شوی چې په نږدې ورځو کې به د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي، خو د ده په وینا لا معلومه نه ده چې په دې پلاوي کې څوک دي؟

ښاغلي مجاهد وویل، یاد پلاوی به له افغان لوري سره د بشري مرستو د دوام، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په پراختیا او دا شان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د را پیدا شوېو ستونزو د حل په اړه خبرې او بحثونه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دوی ته خبر ورکړل شوی چې په نږدې ورځو کې به د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دوی ته خبر ورکړل شوی چې په نږدې ورځو کې به د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي

مجاهد زیاته کړه: "د پاکستان یو پلاوی په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته راځي، د راتګ دقیقه نېټه يې نه ده معلومه او دا هم چې دا پلاوی څو کسیز دی، د پلاوی د راتګ هدف د افغانستان د پاکستان ترمنځ ګډ موضوعات دي چې په دې کې به بشري مرستې هم وي، دا شان به په سوداګریزو اړیکو هم بحث وشي او د پولې پر سر هم چې په وروستیو کې کومې وړې وړې مسالې پېښې شوي د حل لپاره يې باید بحثونه وشي."

له دې وړاندې د پاکستان قامي اسامبلۍ پر وېبپاڼه په دې اړه په خپور شوي بیان کې راغلي چې په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشري یو لوړ پوړی پلاوی کابل ولاړ شي.

که څه هم طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دغه سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې، خو تېره ورځ ناوخته یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د ازادي راډيو مشال څانګې ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، ښايي یاد پلاوی د روانې جنوري میاشتې له نیمايي وروسته کابل ته سفر وکړي.

دغه سرچینې دا شان ویلي،کابل ته د دغه پلاوي د سفر یوه مهمه موخه د ډېورند پر کرښه د وروستیو پېښو په اړه خبرې کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ظاهراً طالبان په کې له ډېورند کرښې څخه د اغزن تار په ټولولو لیدل کېږي.

طالبانو په رسمي ډول دا کار نه دی تاييد کړی، خو په کندهار او ننګرهار کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي چې دوی پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې پر کرښه د اغزن تار د لګولو کار ته دوام ورکړي.

خو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د روانې جنورۍ مېاشتې په څلورمه په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل،اسلام اباد پر کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سلنه بشپړ کړی دی او دوام ورکوي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بیا ویلي چې پر ډېورنډ کرښه د پیدا شوې مسالې په اړه د خبرو اترو ضرورت دی.

تېرو افغان حکومتونو بار- بار ويلي، ډېورند کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني، خو پاکستان وايي، دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده او اغزن تار پرې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.

XS
SM
MD
LG