د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

امریکا: د اټمي وسلې تر جوړولو د ایران لاره ډېره لنډه شوې ده


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ویانا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د پرونیو خبرو له پای ته رسېدو وروسته متحدوایالاتو وویل، د اټمي وسلې تر جوړولو د ایران لاره ډېره لنډه شوې ده.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي پرون د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل، متحدایالات باور لري چې ایران د یوې اټمي وسلې د جوړولو لپاره په لوړه کچه د اړتیاوړ غني شوېو یورانیمو تولید ته ډېر ورلنډ شوی.

د ولسمشر بایډن د ادارې دې چارواکي، په دې اړه چې ایران به کله دې هدف ته ورسېږي دقیق وخت ونه ښود، خو ویې ویل چې دا وخت ډېر لنډ دی، دومره لنډ چې د منلو وړ نه دی.

ایران او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې IAEA د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې تهران ته نژدې په کرج ښار کې د تیسا په نوم د ایران په اټمي تاسیساتو کې د تفتیش لپاره لګول شوې کمرې بدلې کړي.

دا کمرې په جون میاشت کې په هغه برید کې زیانمنې شوې چې ایران یې پړه پر اسراییلو واچوله، خو په ویانا کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون د دې کمرو د حافظې د یونټ د ورکېدو په برخه کې شک څرګند کړ.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

ښاغلي ګروسي وویل: "د دې خبرې منل به ډېر بې معنی وي که ووایو چې د IAEA کمرو به په دسیسه کې برخه درلوده. دوهم دا چې دا کمرې، مخابره یا داسې کوم سیسټم نه لري چې د شوې ادعا له مخې کار ترې اخېستل کېده. زه هڅه کوم خپل ځان اداره کړم ځکه دا ما خورا زیات ځوروي چې یو څوک ادعا وکړي چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره په دې ډول کارونو کې لاس لري."

بل خوا هغو اروپايي هېوادونو چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره یې له ایران سره خبرې کولې پرون وویل چې په ځینو برخو کې تخنیکي پرمختګ شوی دی، خو دوی خبرداری ورکړ چې دا خبرې په ډېرې چټکۍ سره د واټ پای ته د رسېدو په حال کې دي.

پرون په ویانا کې د دې مذاکراتو د وروستي پړاو په پای کې بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه بیان کې چې بېګا خپور شو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې تخنیکې پرمختګ شوی، خو دا د مذاکراتو ګډونوال بېرته هغه ټکي ته بیايي چې په جون میاشت کې ور رسېدلي وو.

د ایران د اټمي تړون د خوندي کولو لپاره د خبرو لړۍ په اپریل کې پیل شوه، خو په جون کې د ایران د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته څو میاشتنۍ وقفه په کې راغله او بالاخره د نوومبر په وروستیو کې دا لړۍ بیا پیل شوه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG