د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

روسیې ته د اروپا خبرداری: که پر اوکراین یرغل وکړي، سختو عواقبو سره به مخ شي


روسیې سره پر پوله د اوکراین یو سرتیری
روسیې سره پر پوله د اوکراین یو سرتیری

د فرانسې ولسمشر، د ناټو عمومي منشي، د اروپايي کمېسیون مشرې او نورو اروپايي چارواکو پرون یو ځل بیا روسیې ته پر اوکراین د احتمالي برید په برخه کې کلک خبرداری ورکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، فرانسه به له اوکراین سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

ښاغلي مکرون په یوه بیان کې وویل چې پرون یې له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زلنسکي سره خبرې وکړې او هغه ته یې د خپل هېواد د دې هوډ ډاډ ورکړ چې د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې به مرسته کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، اوکراین سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، اوکراین سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

روسیې پرون له ناټو وغوښتل چې په دې ټلواله کې اوکراین او ګرجستان ته د غړیتوب د ورکولو په برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ناټو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له دې دوو هېوادونو سره ژمنه کړې وه چې یوه ورځ به غړیتوب ورکړي.

په یوه بیان کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون خپور کړ د هغو امنیتي ضمانتونو لېست راغلی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ناټو څخه غوښتي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په پاریس کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان ایوېس لي دریان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د اوکراین په برخه کې د امنیتي ضمانتونو مسئله صدق نه کوي.

دی وايي: "اوکراین د ناټو غړی نه دی، نو د امنیتي ضمانتونو موضوع یې په برخه کې صدق نه کوي، خو په عین حال کې اوکراین د ناټو خورا ارزښتناک شریک دی او د ټلوالې ټول متحدان یې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوي. ناټو او متحدان یې همدا راز د اوکراین سیاسي او عملي ملاتړ کوي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لي دریان وویل، پر اوکراین برید به خامخا د ناټو له اړخه د مقابل لوري لپاره پراخ ستراتیژیک عواقب ولري.

له بلې خوا د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین پرون وویل چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو درنه بیه به پرې کړي.

فرانسې وویل، پر اوکراین برید به خامخا د ناټو له اړخه د مقابل لوري لپاره پراخ ستراتیژیک عواقب ولري.
فرانسې وویل، پر اوکراین برید به خامخا د ناټو له اړخه د مقابل لوري لپاره پراخ ستراتیژیک عواقب ولري.

مېرمن وان دیرلین دا څرګندونې د جرمني له نوي صدراعظم اولاف شولز سره د کتنې پر مهال وکړې.

وان دیرلین دې پوښتنې ته چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو ایا اروپايي ټولنه به د نارډ سټریم دوه په نوم له روسیې څخه اروپا ته د ګاز د نل لیکې پروژه ودروي که نه د مستقیم ځواب له ویلو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې روسیه به پر اوکراین د هر راز یرغل په صورت کې درنه بیه پرې کړي.

د همدې پوښتنې په ځواب کې د جرمني صدراعظم د روان کړکېچ د حل لپاره د خبرو غوښتنه وکړه.

اولاف شولز وویل، دا روښانه خبره ده چې پر اوکراین د یرغل په صورت کې به اروپايي ټولنه او نور اړخونه غبرګون وښيي، خو ده زیاته کړه چې د ناوړه عواقبو د مخنیوي لپاره خبرې مهمې دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG