د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان

افغانستان کې سیاسي او امنیتي بدلون

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي. ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رئیس غني افغانستان ترک کړی دی.

هغه یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي.

ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي.

دا وېډیو د هغه په رسمي فېسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.

۱۸:۲۴ ۲۶.۵.۱۴۰۰

تمه وه چې نن له کابله د قطر پلازمېنې دوحې ته یو درې کسیز پلاوی ولاړ شي، خو د ستنېدا سفر ځنډیدلی دی.

د ملي مصالحې ‌عالي شورا یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل چې نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته د سفر ځنډ تایید کړ، خو دلیل یې روښانه نه کړ.

تېره شپه حامد کرزي او عبدالله عبدالله وویل چې د ګلبدین حکمتیار په ګډون نن دوحې ته ځي.

د دې سفر موخه، د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحثونه ښودل شوي دي.

داسې سفر داسې مهال ځنډېږي چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې لاهم د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولې الوتنې ځنډنۍ دي.

د دې سفر د ځنډېدو یو دلیل هم کېدای شي، په هوايي ډګر کې همدا ترینګلی حالت وي.

معلومه نه ده چې د سفر کره نېټه به کله وي؟ خو د ملي مصالحې عالي شورا یې هر څه ژر د کېدو خبره کوي.

۰۲:۳۱ ۲۶.۵.۱۴۰۰

د ملګروملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرش د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته دې له ټولو امکاناتو په دې هیواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره کارواخلي.

انتونیو ګوتیرش پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړه شوې وه، وویل، له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې هغه په دې هیواد کې پربشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي.

ده وویل:

(له طالبانو او ټولو اړخونو غواړم چې د بشرپالنې د نړیوال قانون او د ټولو افرادو د حقونو او ازادیو درناوي وکړي او د هغوی ساتنه وکړي. موږ ته له افغانستانه پر بشري حقونو د سختو محدودیت لګولو ټکان ورکونکي راپورونه رارسیږي او زه په تیره د افغان ښځو او نجونو چې تورو ورځو ته د بیرته ورګرځیدو څخه ویره لري، له حقونو څخه په زیاتیدونکي ډول سرغړونو ته اندیښنه لرم.)

ګوتیرش د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې د افغانستان وګړي باید په دې حساس وخت کې یوازې پرې نښودل شي.
پرافغانستان په بیړه د طالبانو له واکمنیدو سره داسې اندیښنې زیاتې شوي چې ښایي دا هیواد هغه پرمختګونه له لاسه ورکړي چې په تیرو دوو لسیزو کې په تیره د بشري حقونو په برخه کې شوي دي.

۰۲:۰۷ ۲۶.۵.۱۴۰۰

جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو د پریکړې دفاع وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه یې پر ځای وه. که څه هم ده په افغانستان کې اوسنی بحراني وضعیت زړه بوږنوونکی وباله، خو په افغانستان کې د طالبانو د چټک پرمختګ په اړه وویل چې واشنګټن افغان پوځ ته هر ډول فرصت ورکړی وو چې د سخت دريځو پر وړاندي بریالي شي.

بایډن یادونه وکړه چې په افغانستان کې د امریکا ملي ګټې تل د دې هیواد پر وړاندي د تروریستي حملو مخنیوی وو.

دا له هغه وروسته د افغانستان په اړه د بايډن لومړۍ وینا ده چې طالبان کابل ته ننوتل. ده وویل: له بده مرغه هغه څه چې موږ اوس په افغانستان کې وینو، د دې ثبوت دی چې هيڅ شمېر امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ثبات، یووالی او امنیت نشوای راوستلای.

جو بایډن د اګست په شپاړسمه نېټه په دې وینا کې وویل، هغه څه چې اوس روان دي، ډېر په اسانۍ پنځه کاله مخکې او یا هم پنځلس کاله وروسته پیښېدای شوای.

۱۴:۴۷ ۲۵.۵.۱۴۰۰

طالبان: د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، لا معلومه نه‌ده چې دا پلاوی به کله ولاړ شي، خو دا پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي او دوی هم چمتو دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه سره بحثونه وکړي.

ښاغلي نعیم د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۵» "موږ غواړو چې یو تفاهم وي او په سوله‌ییز شکل د راتلونکي لپاره یو ترتیب برابر شي. هغه کسان چې راځي، دلته به راشي، سره کېنوو او وګورو چې څه کېږي. اوس وضعیت عادي نه‌دی، وګورو چې څه کېږي او څه ډول راتلونکی ترتیب برابرېږي."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان داسې مهال له افغان سیاسیونو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحث ته لېوال او په تمه دي چې پرون‌یې د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي وویل، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی چې اوس پر ټول وطن حاکم دي.

خو د هغه تر خبرو وروسته، په قطر کې د دې ډلې بل غړي سهیل شاهین اسوشیټډ پرس ته وویل، د ټول‌ګډونه یا همه‌شموله اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې پیلوي.

ده زیاته کړې، د واک د انحصار فکر کې نه‌دي او د یوه ټول‌ګډونه، اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې پیلوي.

خو له افغانستان تر اوسه د دې خبرو د پخلي خبره یوازې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي کړې ده.

هغه تېره شپه بي‌بي‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، زلمي خلیلزاد ده ته ټیلیفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره اړیکه کې دی.

د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د راتلونکي حکومت د څرنګوالي د پیلېدو بحث داسې مهال مطرح کېږي چې یوه ډله نور سیاسیون پاکستان کې دي.

محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، خالد نور او ځیني نور د دې پلاوي غړي دي.

دوی نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

ښاغلي قریشي په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، له افغان سیاسیونو سره کتنه کې یې په افغانستان کې د جمهوریت، سولې او ثبات په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

دا په داسې حال کې ده چې پرون بیا حامد کرزي او عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې د ګډوډۍ د مخنیوي، د سولې اړوند مسئلو او په سوله‌ییزه توګه‌یې د واک د لېږد مدیریت لپاره د ګلبدین حکمتیار په ګډون د همغږۍ شورا جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو هم غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG