د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ولې واده شوې ښځې غواړي چې کور یې بېل وي؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ازادي راډیو د دې اوونۍ د نیمې نړۍ ځانګړې خپرونې موضوع د واده شوېو جوړو لپاره د مستقل کور او ژوند د اهمیت په اړه دی.

په افغانستان کې کورنۍ له پخوا راهیسې ګډ او ډله یيز ژوند کوي، با اتفاقه او ځواکمنه کورنۍ هغه بلل کېږي چې څو نسله په یوه دسترخوان سره راټول شي او له یوه دېګه یې په ګډه خوري.

هاخوا په ځینو کورنیو کې ګډ ژوند د ناارامۍ او خپګان لامل هم ګرځي چې بیا د کورنۍ غړي هڅه کوي، جلا ژوند ولري، څو د زیاتو خوابدیو مخه ونیول شي.

  • په کورني ژوند کې هوساینه، ارامتیا او ځان مستقل احساسول د ښځو په اروایي حالت څه اغېزې لري؟
  • ولې واده شوې ښځې غواړي چې کور یې بېل وي؟
  • په شریک ژوند کې کوم ټکي باید په پام کې ونیول شي، څو ګډ ژوند له خوښیو ډک وي؟

ازادي راډیو هڅه کړې چې په دې خپرونه کې دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي, تاسو کولی شئ د لاندې لنک په کېکاږلو سره دا خپرونه واورﺉ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG