د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د نجونو په زوره او د خوښې پرته واده کول‌یې په راتلونکي ژوند څه اغېزې لرلای شي؟


ارشیف، یوه افغانه ناوې
ارشیف، یوه افغانه ناوې

«نیمه نړۍ» د ازادي راډیو د ښځو اوونيزه خپرونه، د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د نجونو په زوره ودول دي.

په افغانستان کې د پخواني دود سره سم اکثره کورنۍ خپلو لوڼو ته د واده لپاره د انتخاب حق نه‌ورکوي، دغه حق په مختلفو ډولونو د ډېریو افغانو نجونو څخه اخیستل کېږي.

  • دلته د کورنۍ نارینه غړي دا خپل حق بولي چې د خپلې خور، لور او نورو نږدې ښځینه‌وو غړو د راتلونکي ګډ ژوند پرېکړه په خپله وکړي، خو د کورنیو دغه فکر او پرېکړې د اسلامي شریعت سره اړخ لګوي؟
  • د نجونو په زوره او د خوښې پرته واده کول‌یې په راتلونکي ژوند څه اغېزې لرلای شي؟
  • څنګه کېدای شي چې په افغانستان کې ناوړه او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کوونکي دودونه له‌منځه یوړل شي؟

ازادي راډیو هڅه کړې ده چې په دې خپرونه کې دغو یادو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي.

تاسو کولای شئ چې دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG