د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د کونړ یو شمېر خیاطان: اختر ته مو هیلې وې، جګړو زموږ بازار سوړ کړی


د کونړ خیاطان
د کونړ خیاطان

د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خیاطان وايي، د پخوانیو کلونو پرتله یې د کار او بار بازار سوړ و.

د مرکز اسعداباد کې محمد نقیب د جامو، پکولونو او واسکټ ګنډلو هټۍ لري وایي: "تېرو اخترونو کې موږ ۱۰۰-۱۵۰ جوړې جامې ګنډلې، خو اوس ۵۰-۶۰ جوړه جامې ګنډو، حالات خراب شوي او امنیت هم نشته، جګړو د خلکو اقتصاد کمزوری کړی دی."

د اسعداباد ښار یو بل هټیوال محمد اسماعیل هم ورته ستونزه لري: "سږکال جګړو زور اخیستی، خلک يې غربت سره مخ کړي، تېر کال به موږ په ورځ کې ۱۵-۱۸ جوړه جامې ګنډلې، خو سږ کال دغه اندازه یوازې ۸ جوړو ته راښکته شوې، ایله د شاګردانو، دکان کرایه او د برېښنا بېل برابرولی شو. زموږ د امید سترګې اخترونو ته وي، خو سږکال مو هغه هیله هم پوره نه شوه."

د کونړ یو تن خیاط
د کونړ یو تن خیاط

د جامو ګنډلو په هټیو کې شته کاریګر هم د کار له کموالي ګېله من دي وايي، دې اختر کې یې د کار مزه نه وه. له ډلې یې عرفان الله کونړی ازادي راډیو ته وویل: "پخوا به ان د زیات کار له امله شپې رڼولې، اوس د ورځې یوه یا دوه جوړې راځي، هر یوه کاریګر ته کورنۍ ور په غاړه ده. پر یوه او دوو جوړو کار نه کېږي. جګړو سره زموږ کارونه ډېر کم شوي دي."

په کونړ کې پرله پسې جګړو او کرونا وبا خلک بې وزله کړي، کاروبارونه یې په نشت برابر کړي. دلته ګڼې داسې کورنۍ شته چې جګړو ترې د کورنیو سرپرستان اخیستې یا هم خپله معلول شوي دي. د یو شمېر نورو کورنیو د کار سړي روزګار نه لري.

د ځینو کورنیو سرپرستي د محمد ساحل په څېر وي: "بس زه یم، ورونه او خوېندې مې دي. موږ سره همدومره پیسې دي چې ایله خپل کور وساتو. اختر او جامو لپاره پیسې نشته، نور ماشومان چې ګورو، نوې جامې او څپلۍ يې اچولې وي خپه کېږو. زړه مو هر څه غواړي خو غربت مو ارمانونه پوره کېدو ته نه پريږدي. زه د ورځې په اتیا افغانیو مزدور یم."

په کونړ کې خیاطان او جامې ګنډونکي په داسې حال کې د جګړو له امله د کاروبار له کموالي شکایت کوي چې په هېواد کې د اختر په درېیو ورځو اوربند کې هم ګڼې چاودنې وشوې، په کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په ډېرو کورنیو يې د اختر خوښۍ په غم بدلې کړې او بیا يې هم له ډېرو کورنیو د ګټې وټې سرونه واخیستل.

XS
SM
MD
LG