د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

هانګ کانګ کې ۳ تنه د تشناب کاغذ د غلا په تور په بند محکوم شول


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هانګ کانګ کې درې تنه د تشناب د کاغذونو د غلا په تور هر یو په څه باندې درې کاله بند محکوم شو.

فرانس پرېس اژانس د هانګ کانګ د یوې ورځپاڼې مینګباو په وینا څرګندوي چې دا درې کسان چې د تشناب نژدې شپږ سوه کاغذونه یې غلا کړي وو، هر یو د هانګ کانګ یوې سیمه ییزې محکمې په څلویښت میاشتې بند محکوم کړل.

د دوه زره شلم کال په فبروري میاشت کې چې کله په هانګ کانګ کې نوې کرونا وبا خپره شوه، له خلکو سره دا اندېښنه پيدا شوه چې د تشناب کاغذونه به په دوکانونو کې خلاص شي نو خلک به په کتارونو دوکانونو ته ولاړ وو چې دا کاغذونه واخلي.

هانک کانګ کې د تشناب کاغذ یو سوپرمارکیټ
هانک کانګ کې د تشناب کاغذ یو سوپرمارکیټ

دوکاندارانو بیا لومړني اساسي خوراکي مواد او مهم شیان لکه د تشناب کاغذ په خپلو ګودامونو کې ساتل چې له دې امله هم د تشناب کاغذونه په دوکانونو کې لږ شو.

ځینو خلکو به په ټولنیزو رسنیو کې فېسبوک، ټویټر او انسټګرام کې د تشناب د کاغذونو عکسونه خپرول چې دومره یې ساتلي دي.

دا درې کسان چې د بند حکم پرې وشو دوی تېر کال په هانګ کانګ کې په دې شپو ورځو کې د مونګ کوک په سیمه کې د هغه موټر مخه ونیوله چې د یوه سوپر مارکیټ مخې ته تیرېده او په کې د تشناب کاغذونه بار و.

دې کسانو موټر چلونکي ته چاړه ونیوله او د یوزر اووه سوه هانګ کانګي ډالرو په ارزښت چې نژدې دوه سوه شل امریکایي ډالره کېږي، د تشناب کاغذونه وګرځول، خو پولیس پسې راغلل او دوی یې ونیول.

د مینګباو ورځپاڼې د راپور له مخې دې درې کسانو خپل جرم ومانه، غلا شوي کاغذونه یې بېرته موټروان ته وسپارل او له هغه څخه یې بښنه وغوښته، خو قاضي دا جرم وباله او عاملان یې په بند محکوم کړل.

XS
SM
MD
LG