د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

افغان دولت او د ښځو مدافع ارګانونه باید د ښځو د حقونو لپاره کوم کارونه وکړي؟


ارشیف، هرات کې د مارچ په اتمه د یو شمېر ښځو اعتراض او غوښتنې
ارشیف، هرات کې د مارچ په اتمه د یو شمېر ښځو اعتراض او غوښتنې

د ازادي راډیو د 'نیمه نړۍ' د دې اوونۍ د خپرونې موضوع 'د مارچ اتمه' ده.

د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ د دنیا په نږدې ټولو هېوادونو کې، د ښځو حقونو ته د درناوي په پار نمانځل کېږي، د اکثرو هېوادونو په شان دا ورځ په افغانستان کې هم د دولتي او غیر دولتي ادارو له‌خوا په غونډو او ښځو ته د ګلانو او ټکریو په ورکړې نمانځل کېږي؛ خو یو شمېر افغانې ښځې له دغو نمانځنو څخه خوښې نه‌دي، د دوی په خبره، افغان دولت او د ښځو مدافع ادارې دې د ښځو د حقونو لپاره بنسټیز کارونه وکړي، خو هغه کوم بنسټیز کارونه دي چې افغان دولت او د ښځو مدافع ارګانونه دې یې د ښځو د حقونو د پر ځای کولو لپاره وکړي؟

د نږدې ١٩ کلونو په اوږدو کې افغان دولت کوم کارونه د ښځو د بنسټيزو حقونو لپاره کړي دي؟

ولې یو شمېر فعالې افغانې ښځې په وروستیو کې د دندې پرېښودو ته اړ شوې دي؟

هڅه شوې چې په دغه خپرونه کې دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي.

دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG