د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ولې د دوحې له تړون کال وروسته هم تاوتریخوالی دوم لري؟


د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر لاسلیک کال واوښت، خو افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم د دې هوکړې په پایله کې لا سوله نه‌ده راغلې.

افغان حکومت او امریکايي چارواکي طالبان ملامتوي چې د هوکړې سره سم‌یې تاوتریخوالی نه‌دی راکم کړی او همدارنګه‌یې بین‌الافغاني خبرو کې هم نرمښت نه‌دی ښودلی.

طالبان بیا برعکس افغان حکومت د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورنوي او وايي چې د بین‌الافغاني خبرو په ترڅ کې د ورو پرمختګ پړه هم د افغان حکومت پر غاړه ده.

بل‌خوا، افغان حکومت پر دې هوکړه د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې د بیا کتنې د اعلان هرکلی کړی دی، خو طالبان وايي دوی هوکړې ته ژمن دي او تمه لري چې د امریکا نوې اداره به هم ورته ژمنه پاتې شي.

  • د دوحې له هوکړې وروسته تاوتریخوالی ولې او چا زیات کړ؟
  • د قطر بین‌االافغاني خبرو کې ولې کوم محسوس پرمختګ ونه‌شو؟
  • طالبانو او افغان حکومت د دې هوکړې د بریالیتوب لپاره له خپلو لورو کوم اقدامات کړي او کومو کې یې ناغېړي کړې؟

په دې او نورو پوښتنو د بحث لپاره د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال او د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق مېلمانه دي.

د بحث لومړۍ برخه کې دوا خان مینه‌پال او دوهمه کې احمدالله وثیق خپل لیدلوری شریکوي.

دلته‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG