د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

کابل کې د تشنابونو نشتوالی په ځانګړي ډول مېرمنې له کړاو سره مخ کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل او ولایتونو کې د تشنابونو په ګډون د لازمو روغتیايي سهولتونو نه شتون د خلکو جدي ستونزه ګڼل کېږي.

کابل ښاریانو په ځانګړي ډول ښځې په ښار کې د لازمو روغتیايي خدمتونو د نه شتون له امله انتقاد کوي، په دغه ښار کې د لاس مینځلو په ګډون د لازمو او مناسبو روغتیايي اسانتیاوو نه شتون، ډېری ښاریانو په ځانګړي ډول ښځې اندېښمنې کړي او ورسره په خوا کې په ښار کې ډېرانونه هم زیات شوي دي.

سونیا او زحل دوه تنه کابل ښاریانې وايي: "د ښار پاکوالی او نظافت د ټولو لپاره یوه جدي اړتیا ده، نو موږ باید د کابل ښار په هرځای کې د لاس مینځلو او رفع حاجت لپاره ځانګړي ځایونه ولرو.

-روغتیا او د لاس مینځل د ټولو لپاره يوه لومړنۍ اړتیا ده، له بده مرغه په افغانستان کې په ډېريو ځايونو کې د ښځو لپاره دغه اسانتیاوې نشته، په داسې حال کې چې دا یوه اړتیا ده."

کابل ښار کې ځای ځای د خلکو په وینا ډېرانونه شته چې د ګڼو خلکو غبرګونونه یې پارولي دي.
کابل ښار کې ځای ځای د خلکو په وینا ډېرانونه شته چې د ګڼو خلکو غبرګونونه یې پارولي دي.

دا ستونزه یوازې کابل ښار پورې نه محدودیږي، بلکې د هېواد په کچه ډېری خلک له دې ستونزې کړېږي.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت وايي چې اوس هم ۱۳ سلنه خلک په ښار او بازار کې لاس مینځلو ته لاس رسی نه لري او په ازاده فضا کې رفع حاجت (بولې) کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند معصومه جعفر ازادي راډيو ته وویل: "په ټولیز ډول په ټوله نړۍ کې ۲ اعشاریه ۴ بیلیونه کسان حفظ الصحې ته لاس رسی نه لري، همدا شان په نړۍ کې ۹۴۶ میلیونه کسان په پرانېستې فضا کې بولې کوي، یوازې افغانستان کې ۴۰ سلنه خلک خوندي تشنابونو ته لاس رسی نه لري، اوس هم ۱۳ سلنه افغانان په ازاده فضا کې رفع حاجت کوي."

هاخو د کابل ښاروالۍ ویانده سمېرا رسا وايي، تشنابونه شته، خو کابل ښاريان ورنه سمه استفاده نه کوي.

نوموړې وايي: "په ټوله کې د کابل په کچه ۲۴ ساعته تشنابونه لرو، څو ښاریان ورنه استفاده وکړي، خو له بده مرغه د کابل ښاریانو نه همکاري د دې لامل شوې چې له تشنابونو ښه استفاده ونه شي. "

یوه میرمن تشناب ته پر تلونکو کسانو تشناب کاغذ پلوري.
یوه میرمن تشناب ته پر تلونکو کسانو تشناب کاغذ پلوري.

د اغلې رسا په وینا هڅه کېږي چې په کابل ښار کې له تشنابونو ښه څارنه وشي.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تخنیکي رئیس محرم سادات ازادي راډيو ته وویل، د هېواد په کچه د تشنابونو نه شتون اوس هم یوه لویه ستونزه ده او دوی هڅه کوي چې په هېواد کې چې دا ستونزه هواره شي.

ښاغلی سادات زیاتوي: "پخوا به د لویو ښارونو په کچه په اوسط ډول له دوو تر څلور تشنابونه و، اوس دغه کچه له ۷ تر ۸ عمومي تشنابونو ته لوړه شوې ده او په دویمه درجه ښارونو کې به مو چې له ۴ تر ۵ تشنابونه درلودل اوس یې کچه ان تر ۷ او ۸ تشنابونو پورې رسیږي."

که څه هم په کابل ښار کې د تشنابونو نه شتون د نارینه وو پر وړاندې هم یوه لویه ستونزه ده، خو د خلکو په باور سنتي ټولنې او حاکم فرهنګ ته په پام سره ښځې په دې برخه کې جدي ستونزې سره مخ دي چې دوی ورته ژر رسېدنه غواړي.

XS
SM
MD
LG