د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

تخار کې ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو هڅې کوي


افغان مېرمنو د کور د لګښت پوره کولو لپاره لاسي صنایعو ته مخه کړې.
افغان مېرمنو د کور د لګښت پوره کولو لپاره لاسي صنایعو ته مخه کړې.

د تخار ولایت د کلیو او بانډو ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو هڅې کوي.

د دې ولایت یو شمېر کلیوالې ښځې وايي دوی لاسي صنایع تولیدوي چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې برخه واخلي. که څه هم دا توکي په خپل کلي او ګاونډ کې یې هم خرڅېږي، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کلیو دباندې هم دا صنایع وپلوري.

زبیده کریمي د تخار په بنګي ولسوالۍ کې اوسي. دا وايي، له ۵ کالو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

هغې وویل: "له څو کالو راهیسې زه خیاطي کوم. خامکي غاړې ګنډم او ډول ډول زنانه کمیسونه ګنډم. له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوم. شپږ ماشومان لرم، د هغوی د ښوونځي لګښت هم ورکوم، خو د کرونا ویروس خپرېدو زموږ پر کار و فعالیت منفي اغېزه وکړه، ځکه تولیدات لرو، خو پېرېدونکي نه‌لرو."

دغه ۳۵ کلنه مېرمن وايي چې د خپلې کورنۍ لګښت د لاسي صنایعو تولیداتو له لارې پوره کوي. یوه ستونزه چې دا یې یادوي هغه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د دې پر کار منفي اغېز دی.

دې وویل: "موږ ټول کار په خپلو شخصي پیسو کوو. ځکه تار، مرئ، چرمې، رخت او ماشین په خپلو شخصي پیسو اخلو. تر اوسه له موږ سره کومې دولتي او غیر دولتي مؤسسې مرسته نه‌ده کړي. پخوا زموږ کار و بار ډېر ښه وو، خو اوس زموږ کار و بار خوند نه‌لري او بې‌حده پیکه شوی دی او پیسې مو هم بندې شوې دي."

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

۳۰ کلنه فرشته د تخار د خطایانو سیمې اوسېدونکې ده. دا وايي چې خیاطي یې له خپلې مور څخه زده‌کړې ده. فرشته بیا په عموم کې د لاسي صنایعو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري.

فرشتې زیاته کړه: "خیاطي مې له خپلې مور څخه زده کړې ده. کابو ۱۳ کلنه وم چې خیاطي مې شروع کړه. د جاکټ اوبدل، د خامکي غاړو ګنډل مې له مور څخه زده کړل. اوس چې هر ډول خیاطي او د ستنې کار وي کولای شم او د خپلې کورنۍ ټول لګښت له همدې لارې پوره کوم."

دا چې د لاسي صنایعو لپاره د بازار او نندارتونونو نشتوالی یوازې د کلیوالو سیمو ستونزه ده، که ښاري سیمې هم ورسره مخامخ دي؟

په تالقان ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو د ټولنې مشره فریده چوپان وايي: "له دولت څخه تر نن ورځې پورې موږ کومه مرسته نه‌ده لېدلې. موږ له دولت څخه غواړو د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ کړي. ځکه زموږ تولیدات بازار نه‌لري. دولت باید له ښځو سره د ملي او نړیوالو نندارتونونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي، ترڅو زموږ تولیدات بازار پیدا کړي."

خو د تخار ولایت د ښځو چارو رئیسه ګوهرشاد باور بیا له دې سره موافقه نه‌ده او وايي چې اوس‌مهال په دې ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره دوه سوداګریز مرکزونه شته او په بېلابېلو مناسبتونو کې په‌کې د لاسي صنایعو نندارتونونه هم جوړ شوي.

تخار کې مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.
تخار کې مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

ګږهرشاد باور زیاته کړه: "موږ هر کال په بېلابېلو مناسبتونو کې د ښځو د لاسي صنایعو په خاطر نندارتونونه جوړو. ټولې ښځي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي، خو د امنیتي ننګونو له کبله موږ نه‌شو کولای په ښه توګه د بازار موندنې په برخه کې کار وکړو. ځکه امنیتي ستونزو زموږ کار له خنډ سره مخ کړی دی."

د کلیو او بانډو د ښځو په وینا د دوی د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندلو په برخه کې باید نور کار هم وشي چې نه‌یوازې د تخار ولایت ځایي کارونه او خامکونه خلکو ته معرفي شي، بلکې له دې لارې دوی د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هم هواروي.

XS
SM
MD
LG