د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ارګ: د پروان سېلاب‌ځپلو ته دې ټول شته امکانات ورورسول شي


په پروان کې د سېلاب له امله اوښتي زیانونه
په پروان کې د سېلاب له امله اوښتي زیانونه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر اړوندو بنسټونو غږ کړی چې د پروان سېلاب‌ځپلو ته ټول شته امکانات ورورسوئ.

د پروان سلګونه کورنۍ چې سېلاب ځپلي او یا یې هم له دې وېرې کډې بار کړي، د دولت او خصوصي بنسټونو لاسنیوي ته په تمه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاءالدین جېلاني وایي، پروان کې د وړمې شپې سېل د مالي او ځاني زیان وروستۍ شمېرې لا هم نه‌دي معلومې.

ښاغلي جېلاني ازادي راډیو ته وویل، پرون چهارشنبه د بېړنیو خوراکي او نورو مرستو کاروان له کابله ور رسېدلی او دا توکي په اړمنو خلکو وېشل شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني

هغه زیاته کړه: "له مرکز څخه هم غذایي او غیر غذایي مواد راغلي، همکارو مؤسسو او ټولنو سره هم همغږي شوې، د هغوی مرستې هم پیلېږي، زموږ له‌خوا د پروان د سهم مطابق پنځه زره کورنیو لپاره څلور قلمه مواد چمتو شوي، ۵۰۰ کورنیو لپاره غیر غذایي مواد، لکه خیمې، کمپلې او د اشپزخانې سامان هم زموږ له‌خوا برابر شوي، ډېر زیات مواد توزېع ته اماده دي، منتظر دې ته یو چې د متضررینو نهایي ارقام پیدا او دوی تثبیت او تفکیک کړو."

ښاغلی جېلاني وایي، ټپيان د پروان او کابل روغتونونو کې بستر شوي او عامې روغتیا وزارت د اړینو دارو درملو مرسته ورسره کړې ده.

نوموړی وایي، د سلګونه زیانمنو شویو او بې‌ځایه شویو د سرپنا لپاره د پروان ښوونځي او د ځینو سوداګرو لوړپوړې ودانۍ ځانګړې شوې دي.

پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو خلکو شمېر له ۱۰۰ واوښت

د طبیعي پېښو د زیانونو د کمېدو لپاره څه کېدای شي؟ ​

پر پروان سربېره نهو نورو ولایتونو کابل، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشېر، کاپیسا او میدان وردک کې هم سېلابونو د سر او مال زیان اړولی دی.

د چارو یو شمېر کتونکي بې‌پلانه کورونه او د هوا پېژندنې د کره معلوماتي سیستم کمزوري هغه عوامل یادوي چې له مخې یې سېلابونه ډېر زیان اړوي.

د پولیتخنیک پوهنتون د اوبو د مدیریت استاد عاصم مایار چې دا مهال همدې برخه کې د جرمني له یوه پوهنتونه دوکتورا اخلي، ازادي راډیو ته وویل: "له دې ډول پېښو باید زده‌کړه وکړو، هغه کسان چې اوس‌یې کورونه زیانمن شوي، باید بیا دغه کورونه ونه‌رغوي، ځکه دلته بیا د سېل خطر شته، داسې ځایونو کې باید د کورونو له جوړولو مخنیوی وشي او حکومت هم باید دې کار ته اجازه ورنه‌کړي، د هوا پېژندنې ادارې ظرفیت هم باید لوړ شي، دوی باید دقیق کړي چې چېرته او څه وخت سېلاب راځي، که دا پرمختګ وشي، د سېلابونو د زیان کچه راټیټېدلی شي."

پروان کې د سېلاب له امله زیانونه او له نړېدلو کورونو د مړو را ایستل.
پروان کې د سېلاب له امله زیانونه او له نړېدلو کورونو د مړو را ایستل.

په افغانستان کې تر ډېره سم لاسي سېلابونه هغه هم د شپې له مخې ډېر زیان اړوي چې وړاندوینه‌یې هم ستونزمنه ده.

اړوندې ادارې یوازې له زیانمنو شویو سره د لنډمهالو مرستو ټټر وهي، خو د سېلابونو د نقشو عملي کولو او د دغو پېښو د زیانونو مخنیوي ته بنسټیز کار لا نه‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG