د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه ملاتړ صندوق یا یونېسف په دې هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین له پیل خبر ورکوي.

د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله نه‌کېده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اووه میاشتو کې ۳۴ ماشومان په ټول افغانستان کې ګوزڼ وهلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ وهلو ماشومانو ته د واکسین د کمپاین مسؤل میرویس بخشي ازادي راډيو ته وویل، دا کمپاین د سنبلې یا وږې په درېیمه په بدخشان، کابل، کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر او تخار ولایتونو کې پیلېږي.

ښاغلی بخشي ټینګار کوي چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین پر مهال به د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته بشپړ پام کېږي.

ښاغلی بخشي زیاتوي: "ټاکل شوې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ، د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړي."

آرشیف، کمپاین واکسین پولیو در ولایت کندهار
آرشیف، کمپاین واکسین پولیو در ولایت کندهار

د ښاغلي بخشي له قوله، دا کمپاین د کرونا ویروس د خپرېدو له امله درېدلی و او اوس د نړیوالو مرستندویو په ملاتړ بېرته پیلېږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یا یونېسف اعلان کړی چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین په افغانستان او پاکستان کې له سره پیلېږي.

د یونېسف د اعلامیې له مخې، په دې دوو هېوادونو کې ۵۰ میلیونه ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېږي چې ۷۸۰ زره‌یې په افغانستان کې دي.

د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو هغه ناورغي ده چې له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې ختمه شوې ده.

د یونېسف د شمېرو له مخې، په روان کال کې د دې ناروغۍ ۳۴ نوې پېښې په افغانستان کې او په پاکستان کې بیا ۶۳ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د سرچینو په خبره، ډېری هغه ماشومان چې سږ کال په دې ناورغۍ اخته شوي د هېواد په جنوبي ولایتونو او هغو سیمو کې دي چې له پاکستان سره د ډېورند پر کرښه پراته دي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې، له ۳۴ پېښو نه ۲۲یې په جنوبي ولایتونو کې، ۷ په ختیځ، دوه په لوېدیځ او ۳ نورې یې په شمالي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG