د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر: د افغانستان له "اسلامي جمهوریت" ملاتړ کوو


په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وایي امریکا د افغانستان له "اسلامي جمهوريته" ملاتړ کوي.

راس وېلسن د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي.

ښاغلي وېلسن په خپله ټویټرپاڼه په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي چې د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ وي او دوی به خپله د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه کوي.

ښاغلی وېلسن زیاتوي: "لومړی یو ژمن، با ثباته، خپلواک او ډیموکرات افغانستان چې له ګاونډیو سره په سوله کې واوسي او دوهم دا چې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د پرمختګونو او ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنو ساتندوی واوسي."

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا "د افغانستان له اسلامي جمهوريت" نه ملاتړ کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر دا هم ویلي چې هېواد یې له ۲۰۰۱ کال نه راپدېخوا په دوامداره توګه له افغانستان سره مرسته کړې او په تېرو پنځو میاشتو کې یې د سولې په بهیر کې دا وښودل چې په افغانستان کې سوله په څه معنی؟

له دې وړاندې اندېښنې موجودې وې چې ممکن د افغانستان ملګري هېوادونه د سولې په مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو کې د جمهوري نظام له لاسته راوړنو ملاتړ ونه‌کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه علي امیري وایي ښاغلي وېلسن خپلې تازه څرګندونې د دغو اندېښنو د لیرې کولو لپاره کړې دي.

ښاغلی امیري وايي: "له هغې توافق‌نامې وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه، په عمومي افکارو کې اندېښنې رامنځته شوې، په هر حال امریکا غواړي طالبان د افغانستان د سیاسي جوړښت یوه برخه وګرځوي، نو ځکه د ازادیو او مدني ارزښتونو د زوال په اړه اندېښنې راپیدا کېږي، زما په باور د ښاغلي شارژدافیر خبرې ډېرې د اندېښنو د رفع کولو لپاره دي او د امریکا د دولت او د ټرمپ د ادارې د یوه قاطع دریځ او هیله‌مندۍ ښودنه نه‌کوي."

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پیل په غونډه کې وویل طالبانو ویلي د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خلاصون وروسته دغه ډله د درې ورځو په جریان کې د مذاکراتو لپاره چمتو ده.

XS
SM
MD
LG