افغانستان
تندر قول اردو: پکتیا، پکتیکا او لوګر ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي
په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، دغو وسلهوالو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې مرګژوبله اوښتې ده.
ښاغلی مومند زیاتوي: "تېره شپه د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې ۳ تنه وسلهوال طالبان ووژل شول. ۳ نور وسلهوال طالبان د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. دغهراز د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغې سیمه کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې د مخالفې ډلې د ماین په چاودنه کې د طالبانو یو سر ګروپ ګوډ عبدالرحمن له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی."
ښاغلی مومند وایي ۴ وسلهوال طالبان د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ او دوه نور وسلهوال چې یو تنیې پاکستانی و، د پکتیا په لجې منګل ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تبصره نهده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د معترضو مېرمنو ځينو ډلو د دوحې په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت وکړ
د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د استازیو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.
دغو ډلو پرون په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.
ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روانې جون میاشتې په دېرشمه به د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.
ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
طالبانو ویلي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.
د آزادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او درېیو نورو د ټپي کولو ادعا کړې
د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې تېره شپه یې په کابل کې د طالبانو پر یوه موټر برید کړی، دوه طالبان یې وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دې ډلې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا مرګژوبله یې د کابل په خیرخانه مېنه کې د پولیسو پر یوه موټر د برید پرمهال طالبانو ته اړولې، خو په بیان کې د برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
آزادي راډیو دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.
په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال وسلهوالې ډلې سیالو ډلو ته د مرګژوبلې اړولو ادعاګانې کوي، خو تایید یې حقایقو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو له وجې ګران کار دی.
قرغزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي
د راپورونو له مخې د قرغزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی چې له مخې یې دا هېواد او تاجکستان په راروان ۲۰۲۵م میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا صادروي.
د منځنۍ آسیا ټایمز ویبپاڼې د راپور له مخې دا پلان تر ۲۰۳۵م کاله د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.
قرغزستان اټکل کوي چې د راروان کال په دوبي کې به د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته ۱،۲۵ میلیارد کیلوواټه برښنا صادر کړي.
کاسازر د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د منځنۍ آسیا د برښنا د لېږد پروژه ده.
د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دې پروژې د رغونې د بیاپیل په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
"آیاوایم" په ننګرهار کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکړ
د مهاجرت نړیوال سازمان یا "آیاوایم" په ننګرهار ولایت کې د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو خبر ورکوي.
"آیاوایم" پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کلینیک د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی او له پاکستانه په دې وروستیو کې د راستنو شوي کډوالو په ګډون د غازي کلي ۶ زره کورنۍ به ګټه ترې پورته کړي.
بیان زیاتوي چې د همدې کلینیک په زړه ودانۍ کې به د ورځې د ۴۰ او ۵۰ ترمنځ ناروغانو درملنه کېدله، خو د نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته دې کلینیک ته شاوخوا ۱۵۰ ناروغان مراجعه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچاو" ویلي چې سږ کال به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له ننګونو ډک کال وي.
د دغه سازمان په وینا، اقتصادي ستونزې او د روغتیا په سکټور کې د پانګونې کموالی د افغانستان د روغتیايي سیسټم پر وړاندې تر ټولو لویې ننګونې دي.
شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان په تمریناتي سیالۍ کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلنډ ملي لوبډې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي د جمعې په ورځ د مې په ۳۱مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ مې بجې پیل شوې وه چې افغان لوري د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
په دې تمریناتي سیالۍ کې د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب وکړ.
ګربز تر ۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او نایب بیا د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز عظمت الله عمرزی بل لوبغاړو چې ۴۸ منډې یې جوړې کړې او محمدنبي او راشدخان بیا په ترتیب سره ۱۶ او ۱۵ منډې وکړې.
د سکاټلنډ لپاره په توپ اچونه کې کرېس سول ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
د یادې لوبډلې توپوهونکي د ۲۰ اورونو په لوبولو بریالي شول، خو یوازې ۱۲۳ منډې یې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
مارک ویټ یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۴ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت او مجیب الرحمن ۲ـ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
ګلبدین نایب د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.
دا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ تمریناتي سیالي وه چې لومړۍ یې د عمان پر وړاندې د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوې وه.
افعانستان به خپله لومړۍ رسمي سیالي د یوګاندا د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۴مه نېټه د کربین د ګایانا په ټاپو کې ولوبوي.
شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان او سکاټلنډ د چمتووالي سیالي پیلوي
د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر شل اوریز نړیوال جام دمخه د چمتووالي سیالي په څو شېبو کې پیلېږي.
دغه سیالي چې د کربین د ټرینېډاډ او ټوباکو په ټاپو کې ترسره کېږي، پچه یې افغان لوبډلمشر ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې له عمان سره هم د چمتووالي یوه سیالي لرله، خو ورښت پایلې ته پرېنهښوده.
د ویلو ده چې افغانستان به خپله لومړنۍ رسمي سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا هېواد سره ترسره کړي.
روسیې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت ټینګېدو غوښتنه وکړه
د روسیې دفاع وزیر د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت د ټینګېدو غوښتنه وکړه.
د روسیې انترفاکس اژانس خبر ورکړ چې دفاع وزیر اندري بیلوسوف نن په قزاقستان په پلازمېنه الماتې کې د ګډو ګټو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، د افغانستان وضعیت لا هم د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ منبع ده، هلته یو شمېر افراطي ډلو د پښو ځای پیدا کړی او غواړي چې خپله نظریه د ګاونډیو جمهوریتونو په لور وغځوي.
د روسیې دفاع وزیر زیاته کړه چې همدې اندېښنو ته په پام سره د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت ټنیګېدل او تامینول مهم شوې دي.
طالبانو فرهنګي فعال یما مقصودي نیولی
طالبانو درې اویا کلن یما مقصودي نیولی دی.
یما مقصودي هغه فرهنګ پال دی چې د راپور له مخې، له څلویښت کالونو وروسته دوې اونۍ مخکې له جرمني افغانستان ته ولاړ.
یما مقصودي د خپلو فرهنګي او بشري هڅو له امله د جرمني یوه دولتي جایزه هم ترلاسه کړې ده.
د مقصودي د کورنۍ غړیو رسنیو ته ویلي دي چې دیارلس ورځې مخکې چې دی کابل ته ولاړ د طالبانو له لورې ونیول شو.
طالبانو د هغه د نیولو په اړه څه نه دې ویلي.
ایران: طالبان دې د دیپلوماتانو په ګومارنه کې د منل شویو اصولو په اساس چلند وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تهران د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.
د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، ناصر کناني د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د مشهد په کونسلګرۍ کې د بدلونونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې کونسلګرۍ کې هر ډول بدلون باید د کونسلګریو داړیکو په باب د ویاینا د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون د پر بنسټ وي.
ده زیاته کړه چې دا موضوع یې په بېلابېلو ډولونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو تر غوږنو رسولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني حکومت جنرال کونسل عبدالجبار انصاري د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې بل کس ټاکل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران د نورو هېوادونو په څېر لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو له دې سره سره ایران یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
د طالبانو حکومت: د بهرنیانو په ګډون مو زرګونو تنو ته د کار جوازونه وېشلي
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د بهرنیو اتباعو په ګډون څه باندې درې زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د روان کال په ثور میاشت کې یې ۳ زره ۲۷۶ کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشلي دي.
د طالبانو د کار اوټولنیزو چارو وزارت په وینا، دا کاري جوازونه د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي سکتورونو، مسلکي زده کړو، راستنېدونکو، خدمدماتي کارکوونکو او د خصوصي سکتور د موسسو کارکوونکو ته صادر شوي دي.
دغه وزارت نه دي ویلي چې څومره بهرنيو اتباعو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
دا یې هم نه دي ویلي چې دغه بهرنیان د کوم هېواد اتباع دي.