د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۹۰۰ زیات کسان په کرونا اخته شوي


افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس
افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس د ۹۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

دغه وزارت نن په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۷۸ تنه نور روغ شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې په ټوله کې له کرونا ویروس څخه ۱،۷۶۳ تنه روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس ډېری مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

راپورونه وايي په هرات ولایت کې هم د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست نن په یوه اعلامیه کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې د کرونا ویروس ۲۰۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳،۴۰۰ زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG