د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

امر‌الله صالح: زما د کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي کرونا نیولي


د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس دې بابېزه نه‌ګڼي.

امرالله صالح نن د جون په ۴مه، پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له خپلو ټولو سرچینو کار اخلي، خو له دې ویروسه هېڅ‌څوک هم په امن کې نه‌دي.

امرالله صالح لیکلي چې د خپلې کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي یې کرونا ویروس نیولي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مکرراً پر خلکو غږ کوي چې له کرونا ویروسه د ځان ساتلو لپاره دې له نورو خلکو لیرې واوسي، د امکان تر حده دې له کورونو نه‌وځي او لاسونه دې مکرراً په صابون پرېمینځي.


XS
SM
MD
LG