د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

هېواد: د کرونا زیاتوالی، افغانانو ته د خطر زنګ دی!


د کابل یو شمېر ورځپاڼې
د کابل یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړي او کرونا ویروس مخنیوي په لارو چارو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د سولې پروسې نه د ځان غړولو په خاطر کرونا ویروس پلمه کول د اشرف غني د تېر شپږ کلن حکومت ځانګړتیا او دود دی چې خپلې بې‌کفایتۍ، کمزورۍ او پټ نیتونه پرې توجیه کړي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې حکومت له کرونا سره د مبارزې په تړاو څومره صادقانه او جدي ګامونه اخیستي دي؟

وړاندې راغلي، تر اوسه پورې له کرونا ځپلې ایران نه زموږ تر ۱۵۰ زرو تنو پورې هېوادوال راغلي دي، له کومو کسانو نه چې ټسټ اخیستل شوی دی تر اوسه په سوونو کسان دي چې تر نن پورې ۴۰ تنه د کرونا ویروس لري او له دې امله په بلخ کې یو تن مړ شوی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، هره ورځ اوس هم له ایران نه تر ۱۵ زرو افغانان هېواد ته راستنېېږي، خو ویسا پوښتنه کوي چې ایا دا ټول له صحي پړاونو تېرېږي؟

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، حکومت له ولس سره په دوکه کې روان دی ځکه په وینا یې ولس ته یوازې فرمان او شعار کافي نه‌دی او باید عملي اقدام وکړي کنه ناورین به رامنځته شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، د غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړي کې پرمختګ نه‌دی شوی.

وړاندې راغلي، د اشرف غني او عبدالله ترمنځ مخالفتونو لړۍ ۱۳۹۹ کال ته راورسېده او تر اوسه په دې برخه کې د افغان سیاسي مشرانو او امریکايي چارواکو له لوري ترسره شویو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې.

ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي، د ولسمشر غني او د هغه د انتخاباتي سیال عبدالله ترمنځ له انتخاباتو د راپیدا شوي بحران د حل په برخه کې، د سیاسي مشرانو او متحده ایالاتو د استازو د منځګړیتوب هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

ورځپاڼه لیکي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د لوړې له مراسمو وروسته دوه ځله غني او عبدالله سره کتلي، خو په وروستیو څو ورځو کې سره نه‌دي کتلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د کرونا زیاتوالی، افغانانو ته د خطر زنګ دی!

د سرمقاله لیکونکي په وینا، کله چې د ایټالیا او ایران په څېر، پر ښو طبي امکاناتو پوره او سمبال له دې ناروغۍ کړېږي او پر وړاندې یې د مقابلې وس نه‌لري، نو افغانستان خو بیا په اسانۍ سره ځپي او که‌یې خلک بابېزه وګڼي نو ستر بشري ناورین به رامنځته کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په لومړي سر کې باید افغان حکومت هرات ولایت قرنطین کړي او بیا ښوونځيو او پوهنتونونو په څېر ټول روزنیز او دیني او علمي مراکز تړلي وساتي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، هر افغان باید تر هغې پورې له نورو سره له تماس نیولو او له ګڼې ګوڼې ځانونه وژغوري، خپل لاسونه باید څو څو ځله پر صابون او مایع ومینځي او نظافت پاک وساتي.

XS
SM
MD
LG