د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ولې افغانې ښځې اندېښمنې کړي؟


ارشیف
ارشیف

د 'نیمې نړۍ' اوونیزه خپرونه مو د مارچ اتمې ته ځانګړې کړې ده، د مارچ اتمه چې د ښځو نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ د نړې په یو شمېر هېوادونو کې په غونډو او ښځو ته د ډالیو په ورکړې نمانځل کېږي.

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې نور هم ښځې اندېښمنې کړي ځکه چې د طالبانو مخکېنۍ واکمني د ښځو لپاره یوه ډېره محدوده دوره وه چې ښځو په‌کې حتی د زده‌کړې حق هم نه‌درلود، د ښځو دغه اندېښنې د طالبانو د بیا راتګ او افغان دولت سره په ورګډېدو کې څومره پر ځای دي؟

افغانې ښځې به د دوو لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او لکه دوه لسیزې مخکې به‌یې فعالیتونه یا محدود او یا به هم په ټپه ودرېږي؟

دا ټولې پوښتنې به مو په همدې خپرونه کې ځواب شي، دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده.

او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره همدلته اورېدلی شئ:

د نیمه نړۍ خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:02 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG