د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

'۲۰۱۹ د افغانستان لپاره خونړی کال و'


ارشیف
ارشیف

که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۲زره ملکیان د ځانمرګو، چاودنو او وسله‌والو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دا کال د ځان لپاره له لاس‌ته راوړنو ډک بولي.

د اګسټ میاشتې په ۱۹ مه نېټه د کابل په لویدیځ د واده پر مراسمو ځانمرګی برید د ۲۰۱۹ کال تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

په دغه برید کې له اویاوو زیات کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان دي
په دغه برید کې له اویاوو زیات کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان دي

په دې برید کې له ۷۰ تنو زیات ووژل شول او له نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شول.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت ومانه.

له دې خونړۍ پېښې وروسته، د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودره سیمه کې د یوه جومات دننه چاودنه وشوه.

په دې پېښه کې له ۷۰ تنو زیات ملکي کسانو ژوند وبایلود او لسګونه نور ټپیان شول.

د ننګرهار د جودرې سیمه کې چاودنې له اویاوو ډېر کسان وژلي و
د ننګرهار د جودرې سیمه کې چاودنې له اویاوو ډېر کسان وژلي و

که څه هم تر نن نېټې د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی خو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی وویل، د ده د اطلاعاتو پر بنسټ، د هسکې مېنې په جودرې سیمه کې د جومات دننه چاودنه داعش ډلې کړې.

خو یوازې دا دوه بریدونه نه دي چې په دې کال کې شوي، بلکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۵۹ ځانمرګي بریدونه د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د هغو معلوماتو پر بنسټ چې ازادي راډیو ته یې ورکړي، امنیتي ځواکونو په دې کال کې د ۳۱ نورو ځانمرګو بریدونو مخنیوی کړی دی.

نصرت رحیمي وايي، ترهګریز بریدونه په ځانګړي ډول ځانمرګي هغه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو تر ټولو ستر علت دی.

ښاغلی رحیمي په دې کال کې د ملکي تلفاتو شمېر ۲زره تنه ښيي.

هغه زیاتوي: "د ځانمرګو، ترهګریزو بریدونو او ماینونو د چاودنو له کبله د ملکي تلفاتو شمېر ۱۸۷۴ تنه دي، ۴۵۲۱ نور ملکیان په همدې کال کې د ورته پېښو له کبله ټپیان شوي دي. "

له دې ټولو سره سره، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو کره شمېر نه دي روښانه شوی.

خو له دې وړاندې د ډیسمبر په ۱۷مه نېټه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د اګسټ میاشتې له ۹ مې نېټې د نومبر تر ۷ مې ۶۶۵۴ بریدونه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ښاغلي یماموتو له قوله، له دې بریدونو ډېر یې په سویل، ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې شوي دي. هلمند، کندهار او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د دې بریدونو د لویو پېښو شاهدان پاتې شوي.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۱۹ کال د درېمې ربع ملکي تلفات د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله بې‌سارې زیاتوالی ښيي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په اکټوبر میاشت کې اعلان کړی و چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۶۱۱ ملکیان وژل شوي او ۴۸۷۶ نور د جګړو او نورو بېلابېلو امنیتي پېښو له کبله ټپیان شوي دي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه کره راپور نه شته.

همدا ډول د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

خو کورنیو چارو وزارت د حکومت د مخالفو وسله‌والو د تلفاتو په اړه وايي، په دې کال کې له ۸۵۰۰ زیات وسله‌وال وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ازادي راډیو ته ورکړل شوې شمېرې ردوي او وايي، ژر به د طالبانو او افغان ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپرې کړي.

د افغان ځواکونو عملیات؛

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱۹ کال په هرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د حکومت د مخالفو وسله‌والو پر ضد له ۱۰ تر ۲۰ هوايي او د ځانګړو ځواکونو ځمکني عملیات کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان له قوله، په دې عملیاتو کې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو نومول شوي والیان، ولسوالان او د سرې قطعې په نوم قوماندان له‌منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه: "مونږ په دې کال په مطلق ډول له دفاعي حالت را ووتو او تعرضي حالت مو غوره کړ، پر طالبانو زمونږ د بریدونو شمېر، نسبت بل هر کال ته زیات شوی دی، پر دې ډلې زمونږ د بریدونو فشار دومره زیات شو چې دوی د خپلو بریدونو په شدت کې پاتې راغلل. "

ملي دفاع وزارت داسې مهال دا ارقام خپروی چې طالبانو بیا په دې کال کې بیا پر پلخمري، کندز، فراه او بادغیس ښارونو بریدونه وکړل. د دې ډلې وسله‌وال د دې ښارونو تر دروازو راغلل، خو بېرته په شمال وتمبول شول.

د افغان ځواکونو لاس‌ته راوړنې؛

ملي دفاع وزارت وايي، ۲۰۱۹ کال د دوی لپاره له لاس‌ته راوړنو ډک و.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو په دې کال کې ۲۱ هغه ولسوالۍ چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې، بېرته ونیوې.

د هغه په خبره، د بغلان دهنه غوري، د هلمند مارجه، د بدخشان وردوج، یمګان او کران و منجان، د غزني ده یک، خواجه عمري او جغتو، د تخار درقد، ینګي قلعه، خواجه غار او بهارک او د فاریاب شیرین تګاب او بلچراغ هغه ولسوالۍ دي چې په دې کال کې د طالبانو له وجوده پاکې شوې.

افغان ځواکونه په هلمند کې د عملیاتو لپاره د چمتوالي پرمهال
افغان ځواکونه په هلمند کې د عملیاتو لپاره د چمتوالي پرمهال

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې کال د ۱۰ ولایتونو دننه افغان ځواکونه په جګړه بوخت وو. ملي دفاع وزارت همدا ډول په دې کې د طالبانو د ۴۳ زندانانو د له‌منځه وړو خبر هم ورکوي، هغه زندانونه چې ۲۰۰ افغان سرتېرې په کې زندانیان وو او اوس ازاد دي.

د سیمه‌ییزې اردو جوړښت یوه بله موضوع ده چې ملي دفاع وزارت یې په دې کال کې له خپلو لاس‌ته راوړنو ګڼي.

ملي دفاع وزارت وايي، اوسمهال د سیمې اردو په لیکو کې ۶زره سرتېري جذب شوي چې په یو شمېر سیمو کې په فعالیت بوخت دي.

خو له دې ټولو ستونزو او لاس‌ته راوړنو سره سره، د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو په لټه کې دي.

هیله دا ده چې له دې خبرو او یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

اوس ۲۰۲۰ کال ته د ښې راتلوونکې هیله‌مندي ده، خو دا لا هم نه ده معلومه چې ایا په دې کال کې به افغانستان تل‌پاتې امنیت او ثبات ته ورسېږي او که جګړه به همداسې دوام ولري.؟

XS
SM
MD
LG