د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

امریکايي سناتوران د افغانستان د سولې د پروسې د څارلو غوښتنه لري


امریکايي سناتور باب مینیندیز
امریکايي سناتور باب مینیندیز

دي هیل ورځپاڼې د افغانستان د سولې د پروسې د څېړلو لپاره د دوو امریکايي سناتورانو پر غوښتنې لیکنه خپره کړې ده.

د دیموکرات ګوند سناتور باب مینیندیز او د جمهوریپال ګوند سناتور تودینګ په ګډه د افغانستان د تلپاتې سولې تضمین په نوم یوه لایحه وړاندې کړې ده.

په دې لایحه کې غوښتنه شوې چې د امریکا کانګریس دې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې او په دې پروسه کې هرراز موافقه وڅاري.

هیل ورځپاڼه همداراز لیکي، د امریکا د کانګریس غړي اندېښنه لري چې ولسمشر ټرمپ سره له دې چې له طالبانو سره لس میاشتنۍ خبرې لغوه کړې، بیا هم ښايي بې له دې چې له طالبانو کوم امتیاز واخلي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په فکر کې وي.

د هغې موافقې په ابتدايي متن یا مسوده کې، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو له لوري چمتو شوې وه، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې وه او طالبانو منلې وه چې له تروریستي دلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

دي هیل ورځپاڼه زیاتوي، د پوځیانو د ایستلو لپاره د ډانلډ ترمپ اقدام ښايي د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امتیاز ترلاسه کول وي ځکه چې ټرمپ غواړي داسې ژمنه ورکړي چې بې پایه جګړې پای ته رسوي.

میل ورځپاڼه

د بریتانیا چاپ ډیلي مېل ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې امریکا په افغانستان کې د هند د دوامدارې ونډې ملاتړ کوي.

هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې د نړیوال ائتلاف د ماموریت له پیل وروسته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې درې میلیارد ډالره مرسته کړې ده. ډیلي مېل د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت د جګپوړې چارواکې نانسي ایزو جکسن له قوله په راپور کې لیکي چې نوموړې وايي متحدایالات له افغانستان سره د هند د هرراز مرستو او په دې هېواد کې د پانګونو هرکلی کوي، خو ورځپاڼه په خپل تحلیل کې زیاتوي چې په افغانستان کې د هند ښکېلېدل د پاکستان لپاره چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، د خپګان له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. ډیلي مېل په امریکا کې د هند د سفیر هرش وردن شرینګلا Harsh Vardhan Shringla له قوله لیکي چې نوموړي وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره هره هڅه دې ډاډ ته اړتیا لري چې تروریستان بیا ونشي کولای چې په دې هېواد کې ځالې جوړې کړي. دې هندي ډيپلومات ویلي، دا ډېره مهمه ده چې تروریستان په دې پوه شي چې ډیموکراسۍ تروریزم ته نه تسلیمېږي او جمهوریت د امارتي مفکورې پربنسټ د آیدیالوژیکې جګړې تر اغیز لاندې نه شي راتلای.

XS
SM
MD
LG