د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

پاکستان به د افغانستان غوښتنو ته تر څه حده عملي بڼه ورکړي؟


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي ته په رسېدو په اقتصادي او صنعتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود هرکلی ویلی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي ته په رسېدو په اقتصادي او صنعتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود هرکلی ویلی.

افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره په اړیکو کې د نوي باب پرانېستلو په هیله نن پنجشنبه اسلام آباد ته ورسېد.

جمهوري ریاست وایي، غني به په‌دې دوه ورځني سفر کې پر څلورو مهمو مسایلو سیمه‌ییز اتصال، د سوداګرۍ پیاوړي کول، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

دا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د غني دوهم سفر دی.

پاکستان د افغانستان د سولې په ټینګښت کې چې دغه هڅې یوې نوې مرحلې ته داخلې شوي څه رول لوبولای شي؟ او په‌دې برخه کې به د افغانستان غوښتنو ته تر څه حده عملي بڼه ورکړي؟

په‌دې اړه د ازادي رآډیو خبریال نوریاس نوري په يوه بحث کې د افغانستان او پاکستان د چارو له دوو کارپوهانو یونس فکور او اعجاز خټک سره خبرې کړې او لومړۍ یې له ښاغلي خټک څخه پوښتنه کړې چې ولسمشر غني د مخکیني سفر خلاف چې پاکستان ته له رسېدو سره سم یې په راولپنډۍ کې د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز سره کتلي و، دا ځل د پاکستان له سیاسي مشرانو سره ګوري، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ستراتیژیک عمق ته په پام ایا د صدراعظم عمران خان حکومت کولای شي په دغو مهمو مسولو کې په خلاص لاس پریکړې وکړې؟

دا بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG