د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

په ولسمشر سردار محمد داوود خان د کودتا عوامل څه وو؟


ارشیف, 27 April 2013
ارشیف, 27 April 2013

له نن څخه ۴۱ کاله وړاندې د خلق ډموکراټیک ګوند د ثور په اوومه په ولسمشر سردار محمد داوود خان کودتاه وکړه.

له کودتاه وروسته را پیدا شوې جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

  • د کودتا عوامل څه وو؟
  • څه ډول رامنځ‌ته شو؟
  • ولې کودتاچیانو ترمنځ اختلاف راپیدا شو؟
  • افغانان دغې کودتا ته په کوم نظر ګوري؟

دا هماغه ورځ وه چې د ډېرو په ګومان د افغانستان د بدبختۍ پیل ترې وشو.

۴۱ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه سهار وختي په کابل کې د افغانستان د لومړني جمهور رئیس داوود خان پرضد د خلق ډموکراټیک ګوند له خوا کودتاه پیل شوه.

سردار داوود خان سهار اووه بجې په خپل کور کې د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر په تمه وو چې له هغه سره د خلق دموکراټیک ګوند د مشرانو د نیولو پر مسئله خبرې وکړي.

د وخت حکومت د خلق دموکراټیک ګوند غړي:

  • نور محمد ترکی
  • ببرک کارمل
  • ډاکتر شاه ولي
  • عبدالحکیم شرعي جوزجاني
  • غلام دستګیز پنجشیري
  • سلیمان لایق
  • محمد حسن بارق شفیعي
  • حفیظ‌الله امین
  • او محمد حسن ضمیر ساپي د حکومت ضد مظاهرې په تور ونیول شول.

شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده اوس په کابل کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل، دوی د کودتا پلان نه درلود، خو د خلق دموکراتیک ګوند کودتا ته مجبور کړای شو.

شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده«نوموړي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال»
شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده«نوموړي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال»

دی وايي:

"د کودتا لپاره شرایط برابر نه‌وو، له وخته مخکې په تحمیلي ډول دا کار وشو، جمهور رئیس سردار محمد داووخان په خلک ډموکراټیک ګوند برید وکړ، د ګوند مشران ونیول شول، غوښتل یې په پوځ کې ځینې کسان هم ونیسي."

ښاغلی ټنی وايي چې امین له همدې فرصته په ګټې اخېستنې د پخواني چمتوالي په لرلو سره د کودتا امر ورکړ.

د کودتا امر ورکړل شوی، له پلچرخي نه د اسلم وطنجار او جګړن محمد رفیع په مشرۍ د څلورمې لوا د زره دارو ټانکونو یو کاروان د ارګ پر خوا حرکت وکړ د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې لس بجې او دیرش دقیقي وې، په ارګ کې د وزیرانو شورا غونډه روانه وه او ظاهراً جمهور رئیس داوود خان د کودتاچیانو له حرکته نه و خبر.

په همدې وخت کې د داوود خان یو ځانګړی ساتونکی د کابینې غونډې ته ننوت او هغه يې د ټانګونو له حرکته خبر کړ، خو هغه په ځواب کې ویلي و چې دا ټانګونه ده نه‌دي راغوښتي.

د کابل په ښار کې د ټانګونو اوازونه اورېدل کېدل او د داوود خان د نظام پر ضد پوځي کودتا پیلېده.

د افغانستان پر دفاع وزارت د توپ لومړۍ مرمۍ د ورځې ۱۱ بجې ولګېده چې د ارګ او قول اردو قوماندانۍ ترمنځ يې اړیکې پرې کړې.

شهنواز تڼی چې هغه مهال په بالاحصار کې د کومانډويي ځواکونو د لومړۍ ټولې قومانده پر غاړه درلوده وايي چې د ګوند د مشرانو له‌خوا ورته پر ارګ د حملې امر ورکړل شو.

ښاغلي تڼي ازادي راډيو ته وویل چې د خلق ګوند پلویان د ورځې ۱۱:۳۰ دقیقې د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته داخل شول او وروسته يې ارګ محاصره کړ.

د خلق او پرچم ګوند مشران د کابل ولایت له زندانه بهر کړل شول.

کودتاچیانو د هوايي ځواوکونو قوماندانۍ، د کابل هوايي ډګر، د مخابراتو او دفاع وزارتونه ونیول.

د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړی وسله‌وال ځواک مقاومت کاوه او داوود خان هم لا ژوندی و چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ "د نادرخان د واکمنې کورنۍ وروستۍ څلۍ ونړېده."

د افغانستان راډيو له لارې د زره دارو قواوو جګړن اسلم وطنجار داسې وویل:

"د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېده او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی."

له دې وروسته په پرله‌پسې ډول په ارګ هوايي او ځمکنۍ حملې پیل شوې چې د ارګ د ځانګړي ګارد له مقاومت سره مخ شوې.دغه جګړې ۱۴ ساعته یعنې د ثور اتمې د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ.

بلاخره د ثور په اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو د ارګ د یو شمېر ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له‌خوا ووژل شو.

پاچامېر چې په هغه وخت په پلچرخي کې د زره‌دارو قواوو د حفظ مراقبت رئیس و، د داوود خان او د ده د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې د پلچرخي په پيلیګون کې دفن کړل.

دغه کودتا په غافل کوونکي ډول بریاليتوب ته ورسېده او په‌دې ډول د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل شو.

ترکي د خلق ډموکراټیک ګوند د عمومي منشي او د ولسمشر ته په توګه وټاکل شو.

که څه هم په افغانستان کې کم خلک د دغې کودتا پلویان دي، خو ډېری افغانان دغه کودتا د افغان غمېزې پیل بولي:

دوه تنه افغانان یې په اړه وايي:

"بختیار یم، دغه په افغانستان کې یوه توره ورځ وه، د هېواد بربادۍ له همدې ځایه پيل شوه وه.

-سیدالرحمن نیازی یم، په‌دغه ورځ د قدرت ترلاسه کولو لپاره وینې تویې شوې، له کودتا وروسته واکمنانو افغانان و وژل، مهاجر یې کړل، په خپل ملت یې رحم و نه‌کړ."

د خلق ډموکراټیک ګوند د رهبري شورا د غړي د سلیمان لایق په خبره دغه کودتا هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سردار محمد داوود خان او د شورای اتحاد او همدا شان د ده او خلق ډموکراتیک کمونسټ ګوند ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې.

ښاغلی لایق مني چې له کودتا وروسته د واک په سر او سلیقوي برخورد له امله د خلق ډموکراټیک ګوند د غړو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول.

حفیظ‌الله امین چې ځان یې د ترکي وفادار شاګرد باله، خپل استاد یې په مرموز ډول و واژه خپل یې ځان جمهور رئیس اعلان کړ.

له کودتا یو نیم کال وروسته روسانو د ببرک کارمل په هڅونه په افغانستان یرغل وکړ او ځان یې جمهور رئیس اعلان کړ.

د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال April 14 2019
د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال April 14 2019

د کودتا مخالف او د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ثور اوومه د فاجعه بولي:

"دغه د اوسنۍ جګړې د پیل منشا و، شوروي اتحاد غوښتل په کابل کې د خپلې خوښې حکومت ولري، له دې سره جګړه پیل شوه، ستونزې له همدې ورځې پيل شوې، ناټو ته هم هغه جګړه په میراث ور پاتې ده."

د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې خونړۍ کودتا چې د داوود خان په وژل کېدو پای ته ورسېده هېواد ته یې ناوړه او خطرناک پيغامونه درلودل.

په دغه غمیزه کې میلیونونه افغانان ووژل شول، زرګونه بندیان شول او میلیونونه ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

تاریخ پوهان لیکي:

د داوود خان د حکومت له نسکورېدو وروسته اسلامي هېواد افغانستان د افغان بې تجربه کمونستانو او روسي یرغلګرو د حملې هدف وګرځېد.

دا چې رښتیا هم کودتا په خلق ډموکراټیک ګوند تحمیل شوې وه او که‌نه؟

د چارو کارپوه غفور لېوال
د چارو کارپوه غفور لېوال

د چارو کارپوه غفور لېوال یې په اړه وايي:

"دا د نیت دعوه ده، تاریخ په نیت قضاوت نه‌کوي، تاریخ په اعمالو او د اعمالو په نتایجو قضاوت کوي، دوی وايي چې زموږ نیت نه و خو وشول، خو هم چپې او هم راستي او هم د دوی په مقابل کې افراطي ښي اړخي جریانونه دواړه د خپلو اعمالو مسؤل دي، که له دغې وروسته د افغانانو وضعیت ښه شوی وای، موږ به ورته ښه ورځ ویلې وو، خو له هغې وروسته داسې تورې ورځې په افغانستان راغلې چې د دغې ورځې په اړه یې د خلکو قضاوت هېر کړ."

د ثور له کودتا وروسته په افغانستان کې روس پلوه حکومت شا,خوا ۱۴ کاله دوام وکړ او د ثور په اتمه مجاهدین واک ته ورسېدل چې ورسره د افغانستان کورنۍ جګړې پیل شوې.

راپور: رحمت الله افغان

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG