د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د زندان او بنديانو شرايط


په افغانستان کې بندیان د محبسونو له شرایطو، د ساتونکو له چلنده ډېر شکایت لري او له همدې کبله په ځلونو په محبسونو کې اعتصابونه شوي او ځینې وخت خو دا اعتصابونه په تاوتریخوالي اوښتي چې په نتیجه کې مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.
ځینې چارواکي هم تاییدوي چې د بندیانو شمېر زیات دی او د هغوی د ساتنې لپاره ځای کم دی.


په وروستیو کې ولسمشر غني دوه ځلې پلچرخي محبس ته لاړ او د بندیانو د ستونزو د اورېدو ترڅنګ یې په دغه محبس کې د یوه روغتون او دوو نورو بلاکونود جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودې.


ده بندیانو ته وویل چې اداري ودانۍ هم ورته جوړوي چې څارنوالان د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره په وخت راشي.


ډېر بندیان شکایت لري چې دوسیې یې نه څېړل کېږي، خینې دا هم وايي چې د بند موده یې پوره شوې خو لا هم بندیان دي.


د بندیانو ستونزې یو - دوه نه دي بلکې خورا ډېرې دي. له خوراکه رانیولې تر تشناب پورې بې شمېره ستونزې لري.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په ځلونو د بندیانو پر وضعیت اندېښنې ښکاره کړي دي.


د دې کمیسیون په وینا ېپلچرخي د نږدې پنځه زرو کسانو ته جوړ شوی، خو د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دا مهال په دغه زندان کې نېږدې ۱۱۵۰۰ بندیان ساتل کېږي.

تر شنه اسمان لاندې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:49:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG