د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

دنیا: د ټاکنو شفافیت سیاسي ثبات تضمینوي!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې د ګڼو نور مطالبو تر څنګ د افغانستان د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه هم لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې به خپله سرمقاله کې لیکلي، د ټاکنو شفافیت سیاسي ثبات تضمینوي!

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که څه هم په هېواد کې څو ځله ټاکنې ترسره شوي او په یو ډول په کې د خلکو د ارادې ښکارندويي شوې، خو د۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې درغلیو دغه ډيموکراتیک بهیر دومره زیانمن کړی چې ټول لوري له تقلب او درغلیو پرته بل څه په خوله نه راوړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې خلک د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښمن دي او له یو کاملاً سازمان شوي تقلب څخه خبرداری ورکوي او پر حکومت غږ کوي چې له درغلیو ډکو ټاکنو د ترسره کولو هڅه ونه کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د انتخاباتو په ورځ به رایه ورکوونکي بایومتریک کېږي.

ویسا د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي چې حکومت شفافو انتخاباتو ته ژمن دی او په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې د بایو متریک سیستم پر کارولو هوکړه شوې چې په انتخاباتو کې د درغلیو په تړاو شته اندېښنې به هم کمې کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، که څه هم افغان چارواکي او یو شمېر سیاسي ګوندونو د رایې ورکونې په ورځ د بایومتریک سیستم له کارولو هرکلی کړی دی، خو د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده او د شنونکو په اند په دې موده کې د یایو متریک سیستم عملي کول شوني نه ښکاري.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په حواله لیکلي چې په خپلو وخت د ولسي جرګې انتخابات موږ ته سره کرښه ده.

په مطلب راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رییس دا هم ویلي چې تول حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد چې له هېواد بهر برابر شوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړل شوي دي.

ورځپاڼې د عبدالبدیع صیاد په حوال دا هم لیکلي چې دغه مواد به بسته بندي شي او هر ولایت ته به د اړتیا له مخې ولېږل شي.

انیس دا هم لیکلي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له سیاسي ګوندونو غوښتي چې خپل استازي د انتخاباتو د پروسې د څارنې په هدف دوی ته وروپېژني.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي چې له ولسمشر سره به په یو انتخاباتي ټکټ کې ولسمشریزو ټاکنو ته ونه درېږي.

ورځپاڼې لیکلي چې، نومړي ویلي په راتلونکو ولسمشري ټاکنو کې به د چا د مرستیال په توګه ونه درېږي او دغه پرېکړه یې باید خرابکاري هم ونه ګڼل شي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې عبدالله عبدالله ویلي د حکومت تر پایه به په قوت سره ورنه ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په حواله، دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په یو انتخاباتي ټکټ کې د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په اړه راپورونه خپاره شوي او دا هم ویل شوي چې ښاغلی عبدالله به په راتلونک ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني مرستیال وي.

XS
SM
MD
LG