د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د غزني خیاطان وايي دکانونو کې يې لا هم د وژل شویو کسانو جامې ځړېږي


په غزني ولایت کې ډېری خیاطان وايي، په سلګونه جوړې ګنډلي جامې او واسکټونه ورته پاتې دي چې څښتنان‌یې یا خو وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

نوموړو ازادي راډیو ته وویل:

"په دغه وژل شویو او ټپیانو کې وسله‌وال طالبان، امنیتي سرتېري او ولسي خلک شته چې نه‌یې ټیلیفونونه کار کوي او نه اړیکه ورسره نیول کېږي."

په دوی کې ځینې ټپیان هم دي.
په دوی کې ځینې ټپیان هم دي.

دغه خیاطان وايي، د وژل شویو او ټپیانو تر څنګ په دغه مشتریانو کې یې داسې کسان هم شته چې په اختر کې کډوال شوي دي، خو ځیني یې لا هم نه‌دي راغلي او کالي یې ګنډلي پراته دي.

دوی وایي، د دې تر څنګ په غزني کې وروستۍ خونړۍ جګړې ډېری کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې چې د اختر د نه‌لمانځلو له امله‌يې د کورنیو د سړو، ښځو او ماشومانو ګنډلي کالي د خیاطانو په دکانونو کې ځړېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG