د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

اخترونو کې د فاتحې د مراسمو له کبله پر ښځو فشار او محدودیتونه!


د نړۍ اکثره مسلمانان په کال کې دوه ځله په خورا مینې او خوښۍ سره د اختر ورځې لمانځي، په دې ورځو کې د ښځو او نارینه وو لپاره هېڅ ډول محدودیت نه‌شته، بلکې ټول د خوشحاله کېدو حق لري، خو په افغانستان کې ځینې کورنۍ دغه د خوښۍ ورځې هم په غم او ماتم تېروي او ښځې اړې دي چې په دې ورځو کې نه‌یوازې، فېشن او نکریزې ونه‌کړي، بلکې ټوله ورځ په اوښکو لوند ګرېوان تېره کړي.

  • د اختر په شپو او ورځو کې د فاتحې اخیستلو د مراسمو لپاره په ښځو فشار او محدودیتونه ولې زیاتېږي؟
  • په اختر کې د متوفی د فاتحې او دعا اخیستل په اسلام کې جواز لري او که نه؟
  • په همدې اړه راپور لرو.
  • د خپرونې په لړ کې له یوه دیني عالم سره مرکه.

دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:10 0:00
مستقیم لېنک

جوړونکې: فرشته غني

XS
SM
MD
LG