د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د ژغورنې نړيوالې کمېټې خپرونه : ولې افغانان له اروپا ايستل کېږي؟


  • د ژغورنې نړيوالې کمېټې خپرونه

د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا (IRC) چې د جګړه ځپلو هېوادونو، طبيعي افتونو او ژغورنې د چارو په اړه ليکنې خپروي په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې چې ولې افغانان له اروپا ايستل کېږي؟

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، ٣٨ کلونه کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او په نړۍ کې دويم هېواد دى چې له لږې سولې برخمن دى.

د (IRC) په ليکنه هره ورځ په سلګونو کسان د وسلوالو طالبانو د تاوتريخوالي له کبله له خپلو سيمو کډه کوي او د راپورنو له مخې، افغان حکومت د افغانستان پر ٣٠ فيصده برخه کنټرول لري.

هره ورځ په سلګونو کسان د وسلوالو طالبانو د تاوتريخوالي له کبله له خپلو سيمو کډه کوي
هره ورځ په سلګونو کسان د وسلوالو طالبانو د تاوتريخوالي له کبله له خپلو سيمو کډه کوي

د خپرونې په ليکنه اغلب ګومان دا دى چې افغانان د جګړې او مجازاتو په نسبت تر ډېره په اقتصادي لحاظ په اروپا کې د پناه غوښتنې هڅه کوي، خو په اروپا کې د دوى د قبلېدو لپاره دوى ته په کار ده زيات اسناد او مدارک وړاندې کړي، په داسې حال کې چې له اکثريت افغانانو سره دا ضروري اسناد نه وي. له دې کبله له ٢٠١٥م کال راهيسې ګڼ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول کېږي.

په ليکنه کې د ناروې د مهاجرت شورا او د داخلي بېځايه شويو د څار مرکز په حواله راغلي چې افغانستان ته په سلو کې ٧٢ ستانه کړاى شوي افغانان يو وار بيا مجبوره شوي، چې د ناامنيو له کبله بيا له خپلو سيمو بېځايه شي.

  • نيوزويک:

نيوزويک خپرونې بيا د هغې سويډنۍ محصلې په اړه ليکنه خپره کړې، چې افغانستان ته يې د يوه اخراجېدونکي افغان د تګ مخه نيولې ده.

٢١ کلنې ايلين ايرسن چې په الوتکه کې وه، له خپلې څوکۍ ولاړه شوه او ټينګار يې کاوه تر هغو چې دغه افغان له الوتکې ايستل شوى نه وي، دا پر خپل ځاى نه کښېني.

په پام کې وه، دغه افغان اول استانبول بيا له هغه ځايه کابل ته ولېږل شي.

ايلين ايرسن
ايلين ايرسن

دغه افغان وروسته له جنجالونو له الوتکې وايستل شو چې ايرسن هم ورسره وه او نورو مسافرو د خوشحالۍ نارې وکړې.

نيوزويک ليکلي چې د دغه افغان د اخراج لپاره ښايي بيا کومه نېټه وټاکل شي او سويډنۍ محصله ايرسن به د دغه حرکت له کبله له جريمې يا هم د بند له سزا سره مخامخه شي.

نیوزویک : په سویدن کې د افغان مهاجر د اخراج لپاره ښايي بيا کومه نېټه وټاکل شي

په ليکنه کې راغلي په الوتکه کې که هر مسافر د پيلوټ له امر څخه سرغړونه وکړي، ښايي د شپږو مياشتو بند سزا ورکړل شي.

د سويډنۍ محصلې دغه عمل په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولى دى، هغې په الوتکه کې د روان جنجال ټول جريان په ژوندۍ بڼه خپور کړى، چې دغه ويډيو يې تر پنج شنبې پورې ٤ مليونه کسانو وکتله.

XS
SM
MD
LG