د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

په نړۍ کې کوم هېواد ډېر ډوپېنګ کوونکي ورزشکاران لري؟


Who are the world champions in doping
Who are the world champions in doping

د ۲۰۱۸ کال المپیک ژمنیو سیالیو کې د روسیې د ګډون په اړه غبرګونونه زیات شوي دي.

د المپیک نړیوالي کمېټې تېره ورځ روسیه د راتلونکي کال په سیالیو کې له ګډون څخه ځکه منع کړه چې د دغې کمېټې په وینا اوس هم د روسیې د ورزشکارانو له‌خوا د دوپېنګ یا له انرژۍ لرونکو موادو څخه د استفادې په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي.

روسیې درې کاله وړاندې په سوچي ښار کې د المپیک ژمنیو سیالیو کوربه‌توب وکړ چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په سیالیو کې له ګډون نه منع شوه.

د دغه تصمیم اصلي انګېزه له دوپېنګ یا انرژۍ لرونکو موادو څخه د روسي ورزشکارانو استفاده ښودل شوې ده.

روسیه سربېره پر دې باید له یادو موادو څخه د استفادې په اړه د څېړنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.

د روسیې پارلمان د المپیک نړیوالې کمېټې دغه کار سیاسي بللی دی.

کرملېن وايي، د المپیک د دغه تصمیم په اړه څېړنې کوي.

د المپیک ملي کمېټې ویلي، هغه روسي ورزشکاران چې له دوپېنګ یا انرژۍ لرونکو موادو څخه‌یې استفاده نه‌وي کړې کولای شي د المپیک لوبغاړو په توګه د روسي ټیم په نوم د ۲۰۱۸ کال په سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه سیالۍ ټاکل شوې د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې د جنوبي کوریا په پیونګ چنګ ښار کې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG