د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

کابل چاپ ورځپاڼو د وروستیو خونړیو پېښو په اړه تبصرې کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په وروستیو څو ورځو کې په ګردېز، غزني او کندهار کې طالبانو پر امنیتي ځواکونونه قیامتونه راکوز کړل او سلګونو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله چې ډېری يې امنیتي ځواکونه دي.

په سرمقاله کې راغلي چې له بده مرغه افغان ولس هره ورځ قرباني ورکوي او موږ يې له د مرګ ژوبلې له خبرونو سره عادي شوي یو.

ورځپاڼې په کابل او غور ولایتونو کې پر جوماتونو د تېرې شپې ځان مرګو بریدونو ته هم اشاره کړې او لیکلي دي چې په دې حملو کې له اویا ډېر کسان وژل شوي دي.

ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي چې د کابل انتحاري حمله د دشت برچي په سیمه کې د امام زمان مسجد کې وشوه چې له امله يې ۳۹ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په هېواد کې د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو د افغانستان د دیني روښانفکرانو ټولنې یو اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي افغان دولت دې د پولیسو او سرتېرو د ژوند د ساتلو په هدف د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې تصفیه پیل کړي، شکمن کسان دې وپېژندل شي او له دندو دې وشړل شي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي د افغانستان د علمانو شورا دې نه یوازې دغه حملې په کلکو ټکو وغندي بلکې ټولې تروریستي ډلې دې د اسلام له دایرې خارج اعلان کړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د مخالفینو وروستیو خونړیو حملو ته په کتو فکر کېږي چې دوی د جنګ په میدانونو کې ماتې خوړلې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي؛ دا حملې داسې مهال کېږي چې تازه د افغانستان د سولې په اړه د عمان په مرکز مسقط کې څلور اړخیزه ناسته ترسره شوې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور که څه هم د عمان ناستې ته ډېرې هیلي موجودي وي خو لیدل کېږي چې پاکستان د افغانستان د جنګ او په دې هېواد کې د سولې اراده نه لري او د سولې د نمایشي خبرو په کولو سره غواړي ځان له نړیوال فشاره خلاص کړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې اوس نو باید افغان حکومت د سولې په خبرو د ټینګار ترڅنګ د امنیت د تامین او دښمن ته د ځواب ورکولو په هدف مسلکي کدرونه په کار وګوماري او د ښو امنیتي پلانونو په پلي کولو سره د دغه ډول خونړیو حملو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG