د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

درې نابینا خویندې د زده کړو ترڅنګ د کور په لګښتونو کې هم ونډه اخلي


د دې اوونۍ په خپرونه کې به د هغو درېیوو نابینا خویندو په اړه معلومات ووارئ چې د سر په سترګو څه نه ویني خو د زړه سترګې یې بینا دي.

زحمت ګالي او ان له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته هم کوي یاده دې وي چې دې درې خویندو مور د ډېرو ستونزو په ګاللو سره خپلو لوڼو ته د تعلیم او زده کړو زمینه ساعده کړې ده.

دا درې خویندې چې ټوله نړۍ د زړه په سترګو ګوري، ۱۶کلنه فاطمه، ۱۵کلنه حلیمه او ۱۴کلنه نادیه د نابینایانو په مسلکي لیسه کې زده کړې کوي او د قرانکریم حفظ هم کوي.

دا درې نابینا خویندې د کابل ښار په یوې غریب مېشتې سیمه کې د لوړې غونډۍ په سر په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.

په کور کې ۱۳ نفره دي چې درې خویندې او یو ورور یې نابینا دي، پلار یې د زړه د ناروغۍ له امله کار روزګار نه شي کولای، نو دا درې نابینا خویندې د ښووځي له رخصتیدو وروسته په کور کې د چم ګاونډ نجونو ته د قران کریم زده کړې ښیې او له دې لارې د خپل کور مصارف پوره کوي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG