د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

اجرائیه ریاست: د طالبانو پسرلني عملیات له بل هېواده پیل شوي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د طالبانو پسرلني عملیات د بل هېواد له خاورې پیل شوي چې دا موضوع او د افغان لوري تمې یې له پاکستان څخه راغلي پلاوي سره هم شریکې کړې دي.

عبدالله عبدالله که څه هم د یادې موضوع په اړه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه‌خیست د وزیرانو شورا تر ناستې دمخه‌یې رسنیو ته وویل چې افغان حکومت له خپل ګاونډي هېواد سره د اړیکو د جوړولو او پراختیا غوښتونکی دی، خو د ده په خبره، باید شته ستونزې هوارې او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"طالبانو خپل پسرلني عملیات پیل کړي دي، دا موضوع مو له پاکستان څخه راغلي پلاوي سره شریکه کړې چې کله د یو هېواد له خاورې د بل هېواد د خاورې په وړاندې عملیات پیلېږي، طبعاً ګاونډی هېواد تمې لري."

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو طالبانو د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د «منصوري» په نوم خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

له پاکستان څخه راغلی پارلماني پلاوی چې اجرائیه رئیس‌یې خبره کوي، د نوموړي هېواد د پارلمان د مشر ایاز صادق په مشرۍ د شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو جوړونې او پراختیا په هدف کابل ته رارسېدلی چې د بېلابېلو ګوندونو ۱۳ استازي په‌کې شامل دي.

دغه پلاوي له افغان ولسمشر، د حکومت اجرائیه رئیس، د ملي شورا د دواړو جرګو له اداري پلاوي او دغه‌شان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

د پلاوي د مشر ایاز صادق په وینا، له افغان چارواکو سره‌یې کتنې او خبرې مثبتې وې او هڅه کېږي چې د کابل غوښتنې په جدي ډول له اسلام‌اباد سره شریکي شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دوی له افغان چارواکو او مشرانو سره پر روانو حالاتو، د ترورېزم سره پر ګډې مبارزې او د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ستونزو په اړه خبرې کړې دي، خو ښاغلي صادق ویلي چې له ترهګرۍ سره د مؤثرې مبارزې لپاره دوستانه اړیکو او همکارۍ ته اړتیا ده.

اجرائیه ریاست دا ګام ګټور ګڼي او وايي چې ډېر ژر به له افغانستان څخه هم یو پارلماني پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، چې دوی هم له یاد پلاوي سره په کتنه کې پر دې تینګار کړی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي او افغانستان ته دې د راتګ مخه ونیول شي.

د افغانستان ملي شورا ودانۍ
د افغانستان ملي شورا ودانۍ

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطن‌دوست وویل:

"په تکرار سره مو وویل چې ټول هغه ترهګر چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، باید مخه‌یې ونیول شي، پلاوي وویل، تاسې چې کوم تفصیلات راکړل موږ ورنه خبر نه‌وو او موږ به دا خبرې د پاکستان له حکومت سره شریکې کړو."

که څه هم ښاغلی ځاځي وايي، له پاکستان څخه راغلي پلاوي له دوی سره ژمنه کړې چې د افغان چارواکو غوښتنې او څرګندونې به د پاکستان له حکومت سره شریکوي او قناعت به‌یې خپلوي، خو دی هیله‎مند نه‌دی چې پاکستان دې دومره ژر د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بدله کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG