د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

حکمتیار: د افغانانو په وړاندې ستره قضیه د روانې جګړې ختمول دي


له ډېر اوږده ځنډ وروسته بل اخره د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدین حکمتيار د شنبې په ورځ په لغمان کې په یوې لويې ولسي غونډه کې راښکاره شو.

په دې غونډه کې د لغمان د ولسونو او مسؤلینو سربېره د هېواد له ګوټ ګوټ نه حکومتي او غېرې حکومتي مشرانو برخه اخیستې وه.

ښاغلي حکمتيار په خپله وينا کې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه نامشروع یاده کړه په خبره يې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ټول قربانیان عام او بېګناه خلک دي.

نوموړي له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې نور افغان وژنه بس کړئ او د سولې او یووالي پر ټغر سره راټول شئ.

ګلبدین حکمتیار.
ګلبدین حکمتیار.

نوموړي زیاته کړه:

"راشئ د خدای لپاره! د خپل اخيرت لپاره! د دې جګړې ټول قربانیان بېګناه افغانان دي، ته لا ماشوم وې چې موږ جهاد پيل کړی و، موږ په سنګرونو کې پراته وو، نن د افغانانو لپاره تر ټولو ستره قضيه داده چې جګړه دې ژر او په بشپړ ډول ختمه شي."

ښاغلي حکمتيار د خپلې وینا په لړ کې د یوه قوي نظام د رامنځته کېدو یادونه هم وکړه.

ده وويل په افغانستان کې داسې یوه قوي نظام ته اړتياده چې د ولسونو په خوښه جوړ شوی وي.

دارنګه نوموړي ګوت څنډنه وکړه چې هېڅ چاته به نور اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د زورواکۍ نظام رامنځته کړي:

"موږ هغو ټولو ډلو ته چې هغه په داخل د حکومت کې دي او که له حکومت نه بهر دي حاضر یو چې د یوه مرکزي حکومت په رامنځته کېدو کې چې د ولس په خوښه وي همکاري وکړو او د ولس پرېکړې ته به درناوی کوو، یوه خبره غواړم چې روښانه ووایم چې هېڅ کله به چاته اجازه ورنه کړم چې په زور رامنځته شوی وي."

ده وويل تېر څلویښت کاله يي په سیاسي مبارزه کې تېر کړل خو اوس به خپل وخت سولې او یووالي ته وقف کوي او په هېواد کې ټول سیاسي ګوندونه او ډلې به د یووالي پر ټغر سره راټولوي.

ښاغلی حکمتيار د شااوخوا یویشت کلنې جګړیزې مبارزې وروسته د لومړي ځل لپاره د بين الافغاني سولې په پایله کې په یوې لویې ولسي غونډه کې برخه واخیسته.

د حزب اسلامي د باوري سرچينو په وینا په روانه اوونۍ کې به ښاغلی حکمتيار ننګرهار او بیا به په کابل کې پراخې ولسي غونډې ته وینا وکړي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

حکمتیار: د روانې جګړې خاتمه او د قوي نظام رامنځته کېدو ته اړتیا ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

XS
SM
MD
LG