د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

پکتيا کې ۱۴۰۰ کسانو د استادۍ لپاره ازموينه ورکړه


نن شنبې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې پوهنې رياست د نږدې ۲۰۰ نجونو په ګډون له ۱۴۰۰ سوه کسانو څخه د استادۍ ازموينه واخيستله چې له ډلې به يې ۳۰۰ تنه د ښوونکو په حيث په بېلابېلو سيمو کې په دندو وګمارل شي.

د پکتيا پوهنې رئيس کوچي ځاځي رسنيو ته د معلوماتو پرمهال وويل، دا د پوهنې رياست په چوکاټ کې پاتې خالي بستونه وو چې دوی يې د بشپړولو لپاره د ازموينې اعلان کړی وو:

"موږ تقريباً ۳۰۰ بستونو پورې اعلان کړي وو، دا هغه بستونه وو چې يا منفق شوي معلمين وو يا اجير معلمين يا مړه شوي معلمين چې ددوی دغه ۳۰۰ بستونه موږ اعلان ته ورکړي وو او نن ورځ مو له ۱۴۰۰ کسانو ثبت نام کړی وو چې ۵۱۳ ليسانس ۴۱۲ څوارلسم پاس دي او پاتې نور يې ۱۲م پاس زده کوونکي دي چې په دې کې ۲۰۰ نجونې هم شاملې دي چې موږ به ورته په بېلابېلو سيمو کې د مقررېدو لومړيتوب ورکړو."

ده دا هم وويل د پکتيا په يو شمېر سيمو کې د فرهنګي او کلتوري ستونزو له امله ګڼ شمېر نجونې نه شي کولای ښوونځيو ته لاړې شي چې د دوی دغې ستونزې د هوارئ لپاره به د ښځينه ښوونکو استخدام ته لومړيتوب ورکړي.

د دغې ازموينې دوه تنه ګډونوال خوشالي څرګندوي وايي په ازموينه کې د برخې اخيستو څخه خوشحال دي خو پرته له استادۍ بايد په بېلابېلو مسلکونو کې ورته د دندې پيدا شي:

"ته وګوره دغو شپږمو بستونو ته ۱۵۰۰ نفرو ثبتنام کړی دی او په دې کې هم ورته د کاميابي چانس کم دی ټول نه پکې نيول کېږي زموږ غوښتنه همدغه ده چې دغو ځوانانو ته نور کارونه هم پيدا شي او په نورو برخو کې په دندو وګمارل شي."

"موږ داکولای شو چې استادانې شو او کار وکړو بل کار نه شو کولای ځکه زموږ په ټولنه کې ستونزې شته او مشکلات زيات دي له حکومته مو هيله ده چې نجونې وګماري او بل دلته نجونې ښوونځيو ته د کلتور له وجې نه شي تلای خو که ښځينه ښوونکې ولري مشکل به يې حل شي."

دغه کسان دا غوښتنه هم کوي چې د معياري معارف رامنځته کېدو لپاره دې حکومت په ملي برنامه کار وکړي او د دوی له منځه دې قوي کادرونه په ښو امکاناتو استخدام کړي.

له ښوونکو څخه دغه ازموينه په داسې مهال اخيستل کېږي چې نېږدې يوه مياشت وړاندې د پکتيا نجونو ازادۍ راډيو ته شکايت کړی وو چې دوی د ښوونکو په حيث د دندې اخيستو پيشنهادونه کړي خو د بستونو نشتوالي له امله نه شي کولای ښوونکې شي چې د پوهنې رياست د چارواکو په خبره دوی همدې ستونزې ته په کتو دغه بستونه اعلان کړي او ازموينه اخلي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG