د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ولسمشر ټرمپ د پنټاګون واکونه زیات کړي


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پوځي چارواکو واک زیات کړی څو په خپله سوریه او عراق ته د سرتېرو د لېږلو او شمېر په اړه پرېکړه وکړي.

اسوشېټېډ پرېس وايي، د امریکا پوځي چارواکو ته د زیاتو واکونو د ورکولو په اړه دا د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو تازه اقدام دی.

د ټرمپ د پرېکړې په اساس د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس خلاص لاس لري څو په سوریه کې د امریکا له ملاتړ برخمنو سیمه ییزو ځواکونو د همکارۍ لپاره امریکايي پوځیان ور واستوي.

سیمه ییز ځواکونه د رقه ښار د نیولو لپاره هڅه کوي چې اوس وخت د داعش یا اسلامي دولت ډلې په مرکز د بدلېدو په حال کې ده.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پرېکړې له مخې د عراق په موصل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره د بوختو امریکايي سرتېرو شمېر هم بدلېږي څو سیمه د بیارغونې د کار تر پیل مخکې باثباته کړي.

پنټاګون د امریکا دفاع وزارت په څو وروستیو میاشتو کې په عراق او سوریه کې د مېشتو امریکايي سرتېرو په شمېر کې بدلون راوستی او سلګونه مرین یا خاص پوځیان یې سوریې ته لېږلي څو په سیمه کې د امریکا له ملاتړ برخمنو ځواکونو سره مرسته وکړي.

عراق ته یې هم سلاکاران ور استولي څو په دغه هېواد کې له مخکې پاتې امریکایي پوځیانو سره جګړه مخته یوسي.

دا ټول اقدامات اوس د سپينې ماڼۍ په همکارۍ شوي هغه څه چې د بارک اوباما د ادارې په وخت کې نه کېدل.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وخت کې به پوځي مشران اړ و څو د جنګ سیمو ته د عسکرو د لېږلو په اړه بشپړ سپيناوی وړاندې کړي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت ویاند ډاناوایټ پرون وویل دفاع وزیر جیمز متېس تر اوسه په عراق او سوریه کې د امریکايي پوځیانو په شمېر کې بدلون نه دی راوستی.

د ډونالد ټرمپ د نوې پرېکړې په اساس به پوځي مشران په عراق او سوریه کې د امریکایي پوځیانو دقیق شمېر هم په ډاګه کړي هغه څه چې له کلونو راهیسې روښانه نه و.

د هغو سرتېرو شمېر چې اوباما په رسمي توګه په سوریه کې پاتې کړي و۵۰۳ تنه و او په عراق کې هم دا شمېر ۵۲۶۲ ته رسېده خو پنټاګون په عراق کې شااوخوا اوو زره او تر هغه شمېر سلګونه زیات عسکر په سوریه کې لري چې اعلان شوي.

که چېرته په عراق کې د امریکايي سرتېرو دقیق شمېر په ډاګه شي امریکایي چارواکي اندېښنه لري چې دا خبره به مخالفتونه وزېږوي او د عراق حکومت به له ستونزو سره مخ کړي.

د ویلو ده چې د ډونالد ټرمپ پرېکړه یوازې د عراق او سوریه په اړه ده افغانستان نه متاثروي، خو په افغانستان کې هم د امریکايي پوځیانو شمېر تر بحث لاندې دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکیني عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرییس ویلي چې په افغانستان کې پنځه زره نورو امریکایي سرتېرو ته اړتیا ده.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس هم تېره دوشنبه له کابل نه په خپله لیدنه کې افغانستان ته ډېرو عسکرو له ورلېږلو خبره وکړه او ویې ویل چې دا کار تر غور او څېړنې لاندې دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG