د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د ترکیې جنګي الوتکو عراق او سوریه کې د کُردانو سنګرونه په نښه کړي


د ترکيې پوځ وايي، هوايي ځواک‌يې په عراق او سوریه کې هغه سیمې بمبار کړي چې کُرد وسله‎وال ترې ترکيې ته د وسلو د انتقال لپاره استفاده کوي.

د ترکيې پوځ د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د عراق په سنجار سیمه کې يې د کُردانو د کارګر ګوند او د سوريې په شمال ختیځ کې يې د «وای. جي. پي» په نامه د کُرد وسله‎والو موضع‌ګانې ویشتلې دي.

ترکیه، متحده ایالات او اروپايي ټولنه د کُردانو کارګر ګوند یا «پې. کې. کې» یوه ترورېستي ډله ګڼي.

د کُردانو د کارګر ګوند وسله‎والو د عراق په سنجار سیمه کې وروسته تر هغې خپل حضور او فعالیت پراخ کړ چې دغلته‌يې د داعش له‎خوا د یزیدي اقلیت پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره ځانونه ورسول.

داعش د ۲۰۱۴ میلادي کال په اوړي په سنجار کې د مېشتو یزیدیانو پر ضد له تاوتریخوالي او زرو زیاتي کار واخېست.

د ترکيې د پوځ یوه لوړ رتبه قوماندان جنرال سیمي بوسالي ویلي په سنجار سیمې د دوی په هوايي برید کې د کُردانو د پېشمګره ملېشه ځواک پنځه وسله‎وال وژل شوي دي.

د ازادي رادیو د خبر مرکزي څانګې په وینا دا لومړی ځل دی چې ترکیه د عراق په سنجار سیمه کې پر کُرد وسله‎والو برید کوي.

د ترکيې پوځ په تازه بمبارۍ کې د کُرد وسله‎والو یوه بله ډله «وای. جي. پي» هم په نښه کړې ده.

متحده ایالات له «وای. جي. پي» یا د کُردانو د ډموکراتیک ځواکه ملاتړ کوي او دا ډله د سوريې په شمال کې د داعش پر ضد جګړه کې مخکښ ځمکنی ځواګ ګڼل کېږي.

د سوريې د بشري حقونو ډله چې له لندن څخه فعالیت کوي وايي چې د ترکيې د هوايي برید په نتیجه کې د «وای. جي. پي» وسله‎والو درې غړي وژل شوي دي.

د کُرد وسله‎والو «وای. جي. پي» ډلې په یوه بیان کې ویلي ترکي الوتکو د دوی یوه راډیو او مخابراتي او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG