د دفاع پخواني وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدمشاه شهیم د خپلو استعفاګانو دلایل د یو شمېر ستونزو موجودیت ښيي.
دوی د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغې چې استعفاګانې یې د ولسمشر لهخوا ومنل شوې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول.
که څه هم دغو دوو پخوانیو چارواکو د دغو ستونزو په اړه هېڅ هم ونهویل خو زیاتهیې کړه چې د هغو سرتېرو په شان چې د جنګ په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي دوی هم قربانۍ ته حاضر دي.
عبدالله حبیبي دغه کار خپل اخلاقي مسؤلیت یاد کړ او ویېویل چې هیلهمند دی د ده په تګ سره په دفاع وزارت کې شته ستونزې هوارې شي.
نوموړي وویل:
"یو لړ ستونزې موجودې وې، نو د دې ستونزو د حل لپاره موږ ته لازمه وه چې د ملي ګټو د ساتلو په خاطر لکه هغه سرتېري چې په جبهه کې قرباني ورکوي قرباني ورکړو او یو اخلاقي تهداب پرېږدم چې که راتلونکي کې د دفاع د وزیرانو په وړاندې ستونزې پیدا کېږي، نو دوی باید ورته اخلاقي جرأت وکړي چې اوس ما کړی دی."
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي چې د دفاع وزارت د دغو چارواکو استعفاوې د ولسمشر لهخوا منل شوي او ډېر ژر به نوې څېرې دغه وزارت ته وپېژندل شي.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي وویل:
"دا دوه چارواکي کولای شي د امنیتي سکټور نورو برخو کې دندې واخلي او د دوی پر ځای به ډېر ژر دوه نوي کسان معرفي شي."
یو شمېر نا تائيد شوي راپورونه وايي چې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال طارقشاه بهرامي د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او د پکتیا د قول اردو قوماندان شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
د دفاع وزیر او د دغه وزارت لوی درستیز په داسې حال کې خپلې دندې پرېږدي چې د تېرې جمعې په ورځ بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو د وسلهوالو په یوه ډلهییز برید کې نېږدې ۱۴۰ تنه ووژل شول او له ۶۰ ډېر کسان پهکې ټپیان شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې اعلامیې له مخې د بلخ تر پېښې وروسته د افغانستان د څلورو قول اردوګانو قوماندانان هم بدل شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امانالله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان مهمند کټوازي پر ځای ټاکل شوی دی.
دفاع وزارت له دې وړاندې د امریکايي چارواکو لهخوا په کمزوري مدیریت تورن شوی وو.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پنځه میاشتې وړاندې په دفاعي سکټور کې د فساد په موجودیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په اکمالاتي برخه کې فساد او دفاع وزارت کې غفلت د دې لامل شوی چې افغان پوځي قرارګاوو ته په چټکه توګه خوراکي توکي، د څښلو اوبه او تجهیزات ونهرسېږي.
د حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له دندې استعفا یو اخلاقي مسؤلیت دی او هېڅکله په کارونو کې د نیمګړتیاوو نه د تیښتې په معنی نهده.
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی په دې اړه وايي:
"دا یو اخلاقي مسؤلیت دی چې یو کس د خپلو هغو کارونو په وړاندې چې پهکې پاتې راځي او فکر کوي چې زه دلته نور ګټور نهیم او باید له دندې لاړ شم دا پرېکړه کوي، دا د کار یوه برخه ده او استعفا په هېڅ ډول له استعفا څخه دمخه د شخص قانوني مسؤلیتونه لهمنځه نهوړي."
د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز په داسې حال کې له خپلو دندو استعفاوې ورکوي چې ولسي جرګې د دفاع وزارت دغه دوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ خپلې عمومي ناستې ته استجواب کړي دي.
د دغه جرګې منشي عبدالقادر ځاځي یوه ورځ وړاندې ویلي و چې که دغه چارواکي د شاهین پر قول اردو د جمعې ورځې د حملې په اړه د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نهکړي نو په وړاندې بهيې د استیضاح غوښتونکي شي.
راپور: اکرامالله اکرام