د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د پاکستان ستره محکمه: د نواز شریف لېرې کولو لپاره شواهد کافي نه‎دي


د پاکستان سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د اداري فساد د تورونو په خاطر د صدراعظم نواز شریف د لیرې کولو لپاره وړاندې شوي شواهد کافي نه‎دي.

د پاکستان سترې محکمې د پانامه قضیې د تورونو په خاطر د صدراعظم نواز شریف پر ضد د شوې دعوا د لا زیاتې روښانتیا لپاره همداراز د یوې تحقیقاتې ډلې د جوړولو امر هم وکړ.

د نواز شریف سیاسي مخالفینو هیله ښکاره کړې وه چې نن به محکمه د هغوی په ګټه پرېکړه کوي او د محکمې له پرېکړې سره سم به صدراعظم نواز شریف له واکه لیرې شي.

د پاکستان سترې محکمې د اصف سعید کهوسه په مشرۍ نن د پاکستان په وخت په دوو بجو خپله پرېکړه واوروله.

په دې اساس د اوس لپاره نواز شریف له دندې د لیرې کېدو له ګواښه په امان پاتې شو.

د پاکستان د سترې محکمې له‎خوا د صدراعظم نواز شریف پر ضد د شوې دعوا څېړونکو قاضیانو پرېکړه وکړه چې په یوه اوونۍ کې دننه د تحقیقاتي ډلې غړي اعلان شي.

د پرېکړې له مخې په دې تحقیقاتي ډله کې به د پاکستان د استخباراتو اداره او نورو اړوندو پوځي او ملکي ادارو استازي به هم شامل وي.

د پاکستان د سترې محکمې مؤظف قاضي اصف سعید کهوسه دا پرېکړه هم وکړه چې د پاکستان د صدراعظم زامن حسن نواز او حسین نواز دواړه د تحقیقاتي ډلې په وړاندې تحقیقاتو ته حاضر شي.

د پاکستان د دفاع، اوبو او انرژۍ وزیر او د واکمن ګوند مسلم لیګ-نواز شریف لوړپوړي غړي خواجه محمد اصف د محکمې تر پرېکړې وروسته رسنیو ته وویل چې دوی هر ډول تحقیقاتو ته چمتووالی لري.

ښاغلي اصف زیاته کړه:

"سترې محکمې د تحقیقاتي ډلې د جوړولو امر وکړ. همدا غوښتنه شپږ میاشتې مخکې میا نواز شریف په يوه لیک کې له سترې محکمې کړې وه چې کمېسیون دې جوړ شي او تحقیق دې وکړي. موږ د هر ډول تحقیقاتو لپاره اماده یو."

تېر کال د پانامه هېواد قضايي ادارې ۱۱ نیم میلیونه پټ اسناد خپاره کړل چې په‎کې د نړۍ د ګڼ شمېر مشرانو بهرنۍ معاملې افشا شوي.

په دې منځ کې د نواز شریف د درېیو زامنو او یوې لور مریم نوم هم راغلی دی.

د شریف د کورنۍ د غړو له‎خوا لندن کې د جایدادونو د اخیستلو لپاره د کارول شویو پیسو د مشروعیت په اړه پوښتنې راولاړې شوي.

د نواز شریف ګوند ویلي چې لندن کې د ځمکو د اخیستلو لپاره شتمني پاکستان او خلیج هېوادونو کې د شریف د کورنۍ سوداګرۍ له لارې تر لاسه شوي دي.

خو د پاکستان حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف تور پورې کړی او دعوا یې کړې چې د شریف کورنۍ په ناقانونه پیسو شمتني ترلاسه کړې ده.

پخواني کرکټر او اوس د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې د شریف کورنۍ له‎خوا د جایدادونو د پېرلو لپاره سندونه نه‌شته.

عمران خان ویلي چې د شریف کورنۍ له‎خوا د جایدادونو د پېرلو لپاره سندونه نه‌شته.
عمران خان ویلي چې د شریف کورنۍ له‎خوا د جایدادونو د پېرلو لپاره سندونه نه‌شته.

خان ویلي، نواز شریف باید ثابته کړي چې خپلوان‌یې د پیسو په سپینولو کې لاس نه‌لري.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د نوومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د پانامه د قضیې په خاطر په پاکستان کې ۲۶ واره محکمې غونډې کړي.

د دې تر څنګ چې د سترې محکمې پرېکړه د صدراعظم نواز شریف د دندې دوام ته اهمیت لري د راتلونکي کال په انتخاباتو یې هم اغېز مهم بلل شوی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG