د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

یزدان‌پرست: لا هم ګڼې کم عمره نجونې په زور ودېږي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودېدو او اجباري ودونو اندېښنه څرګنده کړه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له زیاتو هڅو سره سره اوس هم په افغانستان کې نجونې له قانوني عمر څخه ښکته او په زور ودېدو ته مجبورېږي.

د دغه کمېسیون غړې قدریه یزدان‌پرست د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له دوی سره داسې قضیې ثبت شوي چې نجونې په اووه کلنۍ کې هم واده شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په بېلا بېلو سیمو کې قضیې مختلفې دي، حتی له موږ سره په ثبت شویو قضیو کی داسې کورنۍ هم شته چې ۷ کلنې نجونې یې واده کړي له دې نیولې تر اتلس کلنۍ پورې دوام لري، ډېری داسې کورنۍ دي چې په دولسو او دیارلسو کلونو کې د نجونو ودول ورته بد کار نه‌ښکارېږي."

که څه هم اغلې یزدان‌پرست په دې اړه ارقام ورنه‌کړل، خو د یاد کمېسیون چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې په دغه هېواد کې شپېته سلنه نجونې په جبري توګه او یا هم په کوچنیوالي کې ودېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق ۲۰۱۰ کال تحلیل چې ۲۵ څخه تر ۴۹ کلنو ښځو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی ۲۱ سلنه ښځو په افغانستان کې ویلي چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نړۍ د نفوس د ۲۰۱۶ کال په راپور کې راغلي چې مخ په وده هېوادونو کې له هرو ۳ نجونو څخه یوه‌یې له ۱۸ کلنۍ مخکې وادېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق وایي، په کم عمره او په زور د نجونو ودول د دوی د مړینې سبب ګرځي، ماشومان له فزیکي او رواني ودې څخه غورځوي، د ښوونې مخه‌یې نیسي او په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني له ټولو افغانانو وغوښتل چې په کم عمر کې د نجونو او له اجباري ودونو څخه په کلکه ډډه وکړي.

اغلې غني چې د ماشومانو او مخکې له وخته ودونو له‌منځه وړلو ملي عملیاتي پلان په تشرېح کې یې د سې شنبې په ورځ خبرې کولې وویل چې ودونه باید د دواړو لورو په خوښه وشي.

بي بي ګل غني.
بي بي ګل غني.

نوموړې زیاته کړه:

"واده باید د دواړو لورو تر منځ په توافق وشي، موږ ټول پوهېږو چې اجباري ودونه پر ټولنې باندې ناوړه اغېزې کوي له اجباري ودونو څخه جدي ډډه وکړئ، څو داسې یوه ټولنه ولرو چې مهرباني زموږ د ماشومانو اساس او راتلونکې جوړه کړي."

د کابل د دیني عالمانو شورا رئیس عبدالصبور حقاني هم په زور او له توافق پرته د نجونو ودول د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې بولي او وایي چې باید له دې کار نه په ټینګه ډډه وشي.

په بدو کې د نجونو ورکول، اجباري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، زده‌کړو ته نه‌لاسرسی او ټولنیزه نا برابري له هغو مواردو څخه دي چې افغان نجونې لا هم ورسره مخامخ دي.

د ماشومانو او مخکې له وخته ودونو له‌منځه وړلو په ملي عملیاتي پلان کې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په لېږل شوي پیغام کې ټینګار شوی چې په کم عمر او په زوره د نجونو ودول تاوتریخوالی بلل کېږي او افغان حکومت‌یې مخنیوي ته ژمن دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG