نړۍ
شمالي کوریا ته د امریکا خبرداری
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس شمالي کوریا ته د اټمي میزایلو په خاطر خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په دې کار سره دې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده نه ازمايي.
مرستیال ولسمشر نن په سیول کې خبریالانو ته وویل چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او میزایلو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه موجود دي:
"یوازې په تېرو دوو اونیو کې، په سوریه او افغانستان کې په پوځي اقداماتو سره نړۍ زموږ د نوي ولسمشر قدرت او عظم وکوت، شمالي کوریا باید د هغه اراده او یا هم په سیمه کې د متحده ایالتونو د وسله وال پوځ قدرت ونه ازمويي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تازه په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره په تضاد کې د پیونګ یانګ د اټمي میزایلو ازموینه ورته د منلو وړ نه ده خو دا په دې معنی نه ده چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې شي.
سرګي لاوروف په مسکو کې خبري کنفرانس ته ویلي چې هیله ده په سوریه کې د وروستیو یو اړخیز اقدام په څېر بیا څه ونه لیدل شي.
متحده ایالتونو روانه میاشت په سوریه کې د بشاراسد د رژیم یوه هوایي اډه بمبار کړه او هم یې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پټنځای په تر ټولو لوی غیر اټمي بمب وویشت.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیه کې د مبایل پر انټرنیټ د بندیز دوام، چارواکي یې جنایي جرمونو سره مبارزه بولي
کرملین وایي، په روسیه کې به د مبایل ټیلفونونو انټرنیټ تر هغو قطع وي چې د خلکو د خوندیتوب تضمین وشي.
کریملین ویلي، دوی به هغه ستونزې هم وڅیړي چې د انټرنیټ پرې کېدو کسب او کارونو ته ور پیښې کړې دي.
فرانس پریس لیکلي، په روسیه کې د مبایل ټیلفونونو د انټرنیټ پر بندیز سربیره پر وټس اپ او تلګرام چېنلونو باندې هم محدودیت وضع شوی دی او دا پر انټرنیتي اړیکو د تازه محدودیتونو له ډلې دي.
روسي چارواکي وایي، دا اقدام له جنایي جرمونو سره د مبارزې لپاره مهم دی.
روسیه هڅه کوي چې د " مکس" په نوم د ټولنیزو رسنیو د اړیکو یو نوی اپلیکیشن دود کړي، خو منتقدین وایي، روسي چارواکي په دې کار سره غواړي پر ټولنیزو شبکو خپل څار زیات کړي.
جرمني منځني ختیځ کې خپل یوشمېر ډيپلوماتان، خوندي سیمو ته لېږدولي
د جرمني حکومت په منځني ختیځ کې له شخړو وروسته په یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې ایران او عراق کې خپل ډيپلوماتان له اصلي ځایونو نورو سیمو ته لېږدولي دي.
رویټرز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې دغه اقدام د ګواښوونکي وضعیت په خاطر د لنډ وخت لپاره ترسره شوی دی.
سرچینې نه دي ویلي چې دغه ډيپلوماتان کومو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د سویس سفارت هم وویل چې تهران کې یې خپل سفارت د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.
پر ایران د اسراییل او امریکا د ګډو بریدونو نن ۱۳مه ورځ ده.
د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته کلکه ماته ورکړه
د بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پیاوړې ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې، چې د داکې په سټډیوم کې ترسره شوه پاکستان بنګله دیش ته ۱۱۵ منډې هدف ورکړ، خو بنګله دیش په پنځلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ځان ورسوه.
د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ د پنځوس اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ او وروستۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
سپینه ماڼه؛ د ایران په جګړه کې د موخو له ترلاسه کیدو سره د تیلو او ګازو بیې به ښکته شي
د سپینې ماڼې ویانده وايي، " د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییلو د ګډو موخو په پوره کیدو سره به ډیر ژر د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او ګازو بیې راښکته شي".
کارولین لویت چې پرون سه شنبې خبریالانو ته خبرې کولې وویل،"خلکو ته ډاډ ورکوو چې د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل موقتي دي".
اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د یو بیرل تیلو بیه ۱۱۹ ډالرو ته رسیږي.
دا د ۲۰۲۲کال راهیسې لومړی ځل دی چې د تیلو بیې په دغه کچه په نړیوالو بازارونو کې لوړیږي.
د لویت په ټکو، "ولسمشر ټرمپ او د انرژۍ ټیمونه په دقیقه توګه د نړیوالو بازارونو څارنه کوي او د صنعت برخې له مدیرانو سره په اړیکه دي".
هغې وړاندې وویل، "د امریکا پوځ هڅه کوي د هرمز تنګي د بیرته خلاصیدو لارې چارې ومومي".
ایران په هرمز تنګي کې د هر ډول کښتو پر تګ راتګ بندیز لګوی دی.
له دې تنګي د نرۍ یو پر پنځه برخه تیل صادرتیږي.
بل پلو، قطر، سعودي عربستان او یو شمیر هېوادونو نړیوالو بازارونو ته د تیلو عرضه کمه کړې چې ورسره د ریکارډ په کچه د تیلو بیې لوړې شوي دي.
سپاه پاسدارن؛ اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف ویشتل شوي
د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو ادعا کړې چې نن چهارشنبې په اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف په نښه کړي دي.
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تل ابیب کې دغو بریدونو څو کسان ټپیان کړي.
سپاه پاسدارن ادعا کوي چې په بحرین، سعودي عربستان یو عراق يې کې یو شمیر اهداف ویشتي دي.
د عربستان دفاع وزارت وايي، نن چهارشنبې يې څو بالستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې چې د ایران له خوا توغول شوې وې له منځه وړي.
بل پلو، واشینګټن پوسټ ورځپانې خبر وکړی چې په عراق کې د امریکا پر ډپیلوماټیک ماموریت هوايي بریدونه شوي دي.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي نه دي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو نن دولسمه ورځ ده.
اسراییل ادعا کوي چې پرون سه شنبې يې د بندرعباس، قدس او تبریز ښارونو په ګډون په ډیر شمیر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د جرمني صدراعظم؛ اندیښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري
د جرمني صدراعظم فردریش مرتز وايي، "اندیښمن دی" چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري.
مرتز دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړي دي.
د هغه په ټکو،" یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي".
هغه وړاندې وویل،"موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته".
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،"له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو".
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره څلور اونۍ وخت ټاکلی وو.
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د سه شنبې په ورځ په تبریز کې د اطلاعاتو اداره او د سپاه پاسداران ځواکونو مرکزونه په نښه شوي دي.
بل پلو، پرون سه شنبې د ایران د نورو ښارونو سربیره عباس بندر او قدس ښارونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي وو.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د قدس په ښار کې پرله پسې چادونې کیږي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست د سه شنبې په ورځ پر ایران د هوايي بریدونو د زیاتیدو خبرداری ورکړی وو.
په تهران کې د هالنډ سفارت کوونکي باکو ته انتقال شوي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په تهران کې د سفارت یو شمیر کارکوونکي يې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
تام برندسن د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د سفارت کارکوونکو ته په ایران کې د امنیتي خطراتو د زیاتیدو له کبله د سفارت فعالتونه په موقته توګه د اذربایجان پلازمینې باکو ته انتقال شوي دي".
د هغه په ټکو،"که چیرته امنیتي وضعیت ښه شو پریکړه به وکړو چې څه وخت او په کومو شرایطو بیرته په تهران کې سفارت پرانیزو".
هسپانیا، اتریش او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د جګړې له پیل راهیسې يې په موقت ډول خپل سفارتونه باکو ته انتقال کړي دي.
استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه
استرالیا د سېشنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سېشنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»
البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.
حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.
د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزبالله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزبالله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.
د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزبالله د علي خامنهيي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.