د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

ګورباچوف: امریکا دې روسیې سره بېرته اعتماد رامنځ ته کړي


د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف.
د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف.

د پخواني شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګورباچوف پر لوېدیځ غږ کړی چې له روسیې سره اعتماد بېرته رامنځ ته کړي.

ګورباچوف ویلي، د سړې جګړې ټولې نښې رامنځ ته شوي.

نوموړي د بیلډ په نوم جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي، د سیاستوالو او د لوړپوړو پوځي صاحب منصبانو لهجو نظامي بڼه خپله کړې ده.

د ګورباچوف په وینا پوځې طرحې په شدت جوړېږي او رسنۍ پر دې اور تېل اچوي چې ورسره د نړۍ د دوو قوتونو ترمنځ اړیکې پرلپسې خرابېږي.

ګورباچوف په دې مرکه کې د لوېدیځ او روسیې تر منځ د وسلو روانې سیالۍ ته هم اشاره کړې ده او زیاته کړې یې ده، دا هر څه یو احتمال نه دی بلکې په ځینې ځایونو کې د دواړو لورو تر منځ ښه په قوت تقابل روان دی.

له جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه د پخواني شوروي وروستي رهبر ګورباچوف زیاته کړې په اروپا کې د درنو وسلو لکه ټانکونو او زغروالو موټرو په شمول ځواکونه متحرک شوي دي.

د نوموړي په وینا کمه موده مخکې د ناټو او روسیې ځواکونه له یو بله ډېر لېرې ځای پر ځای و خو اوس دوی یو بل ته مخامخ پراته دي.

ګورباچوف همداراز خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ دا سړه جګړه په توده جګړه هم بدلېدی شي او دوی به یې بیا مخه ونه شي نیولی.

نوموړي زیاته کړې که په اړیکو کې اوسنۍ ترینګلتیا دوام وکړي هر څه احتمال لري.

میخایل کورباچوف زیاتوي، لوېدیځ هڅه کوي چې د اقتصادي بندیزونو له لارې روسیه کې بدلون راولي په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا دا ډول بندیزونه یوازې د لوېدیځ په وړاندې روسیه کې عامه ذهنیت خرابوي او د کرملېن ملاتړ زیاتوي.

ګورباچوف په دې تازه مرکه کې ټینګار کړی چې روسیه او لوېدیځ دې خپلو کې د اعتماد، متقابل درناوي او د یو بل سره د شریک کار د بېرته رامنځ ته کولو لارې چارې ومومي.

د بیلډ جرمنۍ ورځپاڼې ته ګورباچوف په مرکه کې زیاته کړې، په ځانګړې توګه د جرمني او روسیې تر منځ اړتیا ده چې خپلو کې تماسونه ټینک کړي او اړیکې پراخې کړي څو پر یو بل بیرته اعتماد وکړی شي.

د ګورباچوف په وینا د اړیکو د ښه کېدو او دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم د رامنځ ته کېدو لپاره باید لوېدیځ روسیه د یو داسې هېواد په توګه چې د درنښت وړ وي جدي ونیسي.

د د پخواني شوروي اتحاد دې مشر زیاته کړې، لوېدیځ ددې پر ځای چې پرلپسې پر روسیې انتقادونه وکړي چې د لوېدیځ د ډیموکراسۍ په معیار برابره نه ده، باید دا ومني چې روسیه د ډیموکراسۍ په نیمه لاره کې ده.

د نوموړي په وینا شا او خوا دیرش داسې هېوادونه شته چې د دیموکراسۍ پر لاره دي او موږ یو له دې هېوادونو څخه یوو.

XS
SM
MD
LG