د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزارت او د خصوصي سکټور متشبیثین په هېواد کې کمزوری مالي او د حساب ورکونې سیسټم د اقتصادي پراختیا پر وړاندې جدي ستونزه بولي.

د مالیې وزارت مرستیال مصطفی مستور د پنجشنبې په ورځ کابل کې د حسابدارۍ په لومړني تخصصي کنفرانس کې دا ستونزه تائید کړه خو له حکومته‌یې وغوښتل چې په افغانستان کې پیاوړی شفاف مالي او د حساب ورکونې سیسټم رامنځته کړي.

ښاغلي مستور زیاته کړه، لازمه ده ځوان کدرونه دې برخه کې له بهرنیو ماهرینو څخه زده‎کړه ترلاسه کړي څو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG