وروسته له هغې چې پر سردار محمد داوود خان روغتون په برید کې د وظیفوي غفلت په تور یو شمېر منسوبین له دندو لیرې کړای شول د افغاستان دفاع وزارت وايي، د یوې بلې ډلې نومونه به هم افشا شي کوم چې په یو ډول سره په دغې پېښه کې ښکېل دي.
دفاع وزارت وايي، سربېره پر دې چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په مخنیوي کې یو شمېر کسانو وظیفوي غفلت کړی داسې کسان هم شته چې له برید کوونکو سرهیې مرسته کړې او دغه برید تهیې شرایط برابر کړي دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنهکړل خو ویېویل چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د دې ډلې نومونه هم افشا شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا یې هغه برخه وه چې وظیفوي غفلتیې کړی، یوه بله برخه هم شته، هغه چې له مخالفینو سرهیې مرسته کړې وي، په پېښه کې لاس ولري او چې ورتهیې شرایط اماده کړي وي، دا بله برخه ده چې تر اوسه پورې اعلان شوې نهده او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به اعلان شي."
تر دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په مخنیوي کې د وظیفوي غفلت په تور نهه پوځي منسوبین له دندو ګوښه او د دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مشر دندهیې ځنډولې ده.
د یاد وزارت چارواکي وايي، له دندو ګوښه شوي دغه نهه تنه منسوبین د دفاع وزیر ښاغلي عبدالله حبیبي په امر څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
نېږدې یو میاشت مخکې د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون چې د هېواد په کچه تر ټولو ستر پوځي روغتون بلل کېږي ډلهییز برید وشو چې په پایله کې یې شااوخوا ۵۰ کسان ووژل شول او په لسګونه نور ټپیان شول.
د دغه برید د څېړنې په هدف افغان حکومت د حقیقت موندنې یو کمېسیون ټاکلی چې لاتر اوسهیې څېړنې نهدي بشپړې شوي خو خلکیې د نتیجې اعلان او وروستیو جزئیاتو ته په تمه دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي هم په دغه برید کې د ښکېلو کسانو پر علني مجازاتو ټینګار کوي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي:
"هر هغه څوک چې په پېښه کې ښکېل وي، موږ پخوا هم ویلي وو او اوسیې هم وايو چې باید علني مجازات شي څو نور ترې عبرت واخلي."
ښاغلی احمدزی وايي چې ملي شورا دغه قضیه له نېږدې څاري او ټول هغه کسان به د قانون پر بنسټ مجازات شي چې په یو ډول سره په یاده پېښه کې ښکېل ګڼل شوي دي.
هاخوا یو شمېر افغان کارپوهان بیا ټینګار کوي چې له دې قضیې سره باید د تېرو نورو په شان چلند ونهشي کوم چې هېرې شوې دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد فیضالله جلال وايي په دې قضیه کې هر ښکېل کس باید د خپل جرم مطابق مجازات او عدالت پلی شي.
راپور: عبادالله حنانزی