ارزو زيارتواله د کوټې شمال ختيځ لور ته د ساړه زيارت سيمې اوسېدونکې ده، تر اوسه يې د شعرونو دوې ټولګې خپرې شوې دي، خو په دې وروستيو کې يې د بلوچستان پوهنتون له خوا د «انګۍ» په نامه پر يوه فوکلوري ژانر باندې د ايم فِل ډګرۍ لپاره څېړنه کړې او له بېلابېلو سيمو يې شاوخوا درې سوه انګۍ را ټولې کړې دي.
ارزو وايي، د انګۍ په شمول نور هم ډېر فوکلوري آثار په ولس کې خواره واره دي او د ښاري اغېز له امله په ورکېدو دي.
د کوټې پښتو اکاډمۍ يې بايد د را ټولېدو لپاره کار وکړي.
له ارزو زيارتوالې سره زموږ همکار بارکوال مياخېل مرکه کړې ده: