د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

چارواکي: د خوست پرمختګونو کې رسنیو ښه ونډه لرلې ده


که څه هم په وروستیو کلونو کې افغانستان کې رسنۍله مالي او مسلکي ستونزو سره مخامخ شوې چې له کبله يې د ځینو رسنیو فعالیتونه ټکني شوي، خو بل لوري ته په خوست کې د رسنیو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.

د خوست ځايي چارواکي بیا د خوست په پرمختګونو کې د رسنیو ونډه د پام وړ بولي.

نن د دوشنبې په ورځ خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون د پرانیستې په غونډه کې د ځینو رسنیو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې دوی د اغېزمنو خپرونو د چمتو کولو له لارې د خلکو مادي او معنوي ملاتړ خپل کړی او تر یوه بریده پر ستونزو برلاسي دي.

په خوست کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسؤل نوراجان بهیر وايي:

"که څه هم اوسمهال د افغانستان نورو سیمو کې رسنۍ د مالي او ځینو نورو ستونزو له امله څه نا څه مخ پر ځوړ دي، خو بیا خوست کې موږ د نویو رسنیو د ایجاد خبرونه اورو، دا د خوست لپاره په خاص او افغانستان لپاره په عمومي ډول یو ښه زیرۍ دی، له‎دې معلومېږي چې خوست کې رسنیو کار کړی دی، د خلکو ستونزې يې رابرسیره کړي دي، عامه پوهاوی يې کړی دی، خلکو ته يې معلومات ورکړي، ځکه دلته رسنیز ډګر نور هم غني کېږي. "

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي په یاد ولایت کې د رسنیو فعالیتونه اغېزمن بولي او زیاتوي چې دوی وخت پر وخت د رسنیو له لارې د خلکو له روغتیايي ستونزو خبر شوي او رسیده‎ګي ورته شوې ده.

ښاغلي محمدي زیاتوي:

"خلک د دې رسنیو د تبلیغاتو پر اساس باندې تعلیم ته ډېره مخه کړې، د روغتیا برخه کې چې هر چېرې ستونزې وي، خلک يې رسنیو ته وايي، رسنۍ زموږ سره شریکوي او موږ يې په حل کې عاجل اقدام کوو."

د خوست یو تن قومي مشر سیدکریم خان خاکسار وايي چې خلک د رسنیو مینه‎وال دي، خو غوښتنه کوي چې ځايي رسنۍ باید خپلې خپرونې لا اغېزمنې کړي:

"خوستوال ډېر د مطبوعاتو او رسینو سره مینه لري، ان په موبایلونو کې رسنۍ اوري، جالبې سیاسي، ټولنیزې او خبري مسئلې اوري، نو له رسنیو مې دا غوښتنه ده چې دوی خپله توجه نوره هم ډېره کړي."

بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي وویل چې ځايي رسنیو د یاد ولایت په امنیت، پرمختګ او د خلکو په عامه پوهاوي کې د حکومت سره یو ځای ونډه اخیستې ده.

ښاغلي حبیبي وویل:

"هغه رسنۍ چې چاپي، غږیزو او انځوریزو برخو کې فعالیت کړی ټولو په ګډه د مثبت تغیر او تحول لپاره کار کړی دی او د خوست اوسنۍ حالت پرمختګ او انکشاف کې نه یوازې ځايي ادارې بلکې د رسنیو رغنده ونډه هم په کې ده."

یاده دې وي، خوست د رسنیو له نظره د افغانستان په مخکښو سیمو کې حسابیږي چې د لسګونو چاپي رسنیو تر څنګ په کې، لس سیمه ییزې راډیوګانې او څلور سیمه ییز تلویزیونونه خپرونې لري.

په یاد ولایت کې د مشال او ازادي راډیوګانو ترڅنګ د یو شمېر ملي او نړیوالې راډیوګانو او ټلویزیونونو نشرات هم بروټکاسټ کیږي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG