د عربي هېوادونو مشران وایي، دوی تیار دي چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د سولې پلان له سره پیل کړي او په دې توګه بیا د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو بدل کې له اسرائیل سره د بشپړو اړیکو د ټینګېدو امکانات مخ ته کوي.
د عربلیګ د ټولنې غړیو هېوادونو په اردن کې په یوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې پرون پای ته ورسېده بیا په منځني ختیځ کې په جدي او اغېزمن ډول د سولې د خبرو د اعاده کېدو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.
دوی ژمنه وکړه چې د دوو دولتونو د حل لارې پر اساس به د دغه کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره یو مشخص زماني جدول مخ ته ونیسي.
د عربلیګ دغه سرمشرېزه په داسې حال کې جوړېږي چې راتلونکو اونیو کې درې مهم عرب مشران واشنګټن کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د دغې سرمشریزې ترڅنګ پرون سره وکتل چې په سپینه ماڼۍکې له دې کتنو مخکې خپل دریځونه سره همغږي کړي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمان صفادي وویل، دغې سرمشریزې دا پیغام ورکړ چې عربي نړۍلېواله ده چې د ټرمپ له ادارې سره د دوو دولتونو د رامنځته کولو لپاره خبرو اترو کې همکاري وکړي.
د ټرمپ د نړیوالو چارو استازي جسن ګرینبلاټ "Jason Greenblatt" د دغې سرمشریزې ترڅنګ د اردن، مصر او قطرد بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر لیدنو کتنو سربېره د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره هم خبرې وکړې.
هغه عربي مشرانو ته وویل چې ټرمپ باور لري چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ سوله ممکنه ده او پر سیمې او نړۍ به یې اغېز مثبت وي.
دغه سرمشریزه کې د عربي نړۍلهخوا د ۲۰۰۲میلادي کال د سولې پر هغه پلان ټینګار وشو چې له اسرائیل سره په دې شرط د اړیکو د عادي کېدو وړاندیز کوي چې د یوه فلسطیني خپلواکه دولت د جوړېدو لپاره اسرائیل لاندې کړې سیمې بېرته فلسطینیانو ته ورکړي.