د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

امریکا له افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو هواري لپاره ګډ کار کوي


د امریکا متحده ایالاتو د اوږد مهال لپاره د افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د امریکا متحده ایالات افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا خبره هم کوي.

د جنګ ځپلو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي مایکل دیلیني د سې شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې کابل ته‌یې د راتګ هدف دا دی چې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې امریکا په افغانستان کې اقتصادي ودې او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی.

نوموړی وايي، د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې يو لړ ستونزې شته چې د هواري لپاره به‌یې د افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

ښاغلی دیلیني زیاتوي:

"دا اوونۍ زما حضور په کابل کې د دې لپاره دی چې د خپل حکومت له‌خوا د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې موږ له دوی سره ولاړ یو او د اقتصادي ودې او پراختیا تر څنګ د دغه هېواد د خلکو د ژوند ښه‌والي ته ژمن یو."

ښاغلي دیلیني وویل، دوی به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره د ظرفیتونو په لوړولو او د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په بېلا بېلو برخو لکه د کرنې پراختیا، پانګونې، مالي مسائل او د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو د ونډې په برخه کې شااوخوا يو بیلیون ډالر مرسته کړې.

دغه هېواد له ۲۰۰۴ کال راهیسې د افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او ګډو همکاريو لپاره د ټیفا يا د سوداګرۍ او پانګونې د چوکاټ په نوم يو تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د يو بل سره دوامداره همکارۍ کوي او هغه ستونزې او خنډونه چې په دې برخه کې موجود وي د حل لپاره به‌یې اقدامات کوي.

د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د امریکا له‌خوا د همکاریو تازه ژمنې هم د ټیفا يا د سوداګرۍ د پانګونې د چوکاټ له برخې څخه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو مرستو او همکاریو ته هیله‌مند دي او په دې برخه کې د دغه هېواد مرستې مهمې او اغېزمنې ګڼي.

د دغه وزارت مرستیال قربان حقجو وايي، هڅه به وکړي چې د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ سره د افغانستان سوداګري بنسټیزه او معیاري کړي تر څو وتوانېږي چې په ښه توګه د نړۍ له هېوادونو سره راکړه ورکړه ولري.

محمد قربان حقجو.
محمد قربان حقجو.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې برخه کې هم د امریکا د متحده ایالاتو سره همکاري لرو چې د افغانستان سوداګري معیاري او بنسټیزه کړو چې زموږ صادرات د مارکېټ د غوښتنو سره سم لکه د اروپا او امریکا په شان اماده او صادر شي."

د یادونې ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د ۹۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې ډېره ونډه په‌کې د امریکا وه.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG