د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

چارواکي: پاکستان د کونړ له ځینو سیمو خلک ایستلي او پوستې یې جوړې کړي


د کونړ ولایتي شورا وایي چې پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو په پایله کې د یاد ولایت یو شمېر ځایونه د سیمې له اصلي اوسېدونکو خالي کړي او خپل پرمختګ ته‌يې دوام ورکړی دی.

د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپي ازادي راډیو ته وویل، پاکستانیو ځواکونو په تېرو څو کلونو کې پر خپلو بریدونو د کونړ زیاتې سیمې له خلکو خالي کړي او وسله‎وال مخالفین‌یې ځای پر ځای کړي او له هغه وروسته‌يې په‎کې خپلې پوستې جوړې کړي چې اوس هم د پاکستاني ځواکونو پرمختګ دوام لري.

نوموړی وايي:

"د خاص کونړ ولسوالۍ په مایا سر کې تقریباً ۵۰۰-۶۰۰ متره د ډیورند فرضي کرښې څخه دې‌خوا راوښتي او خپل تأسیسات جوړوي، د سرکاڼو ولسوالۍ په سپینه څوکه، بختي کنډو، چلتنې، ډوز سر، مېټۍ کنډو، ننګه سر او ګلاب پړۍ کې يې خپله مشینرۍ هم په کار لګیا کړي دي."

ساپی وايي، دغو سیمو کې پاکستاني ځواکونه د خپل پرمختګ لپاره په بې‌رحمه ډول ځنګلونه هم پرې کوي.

د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپی
د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپی

بیا هم ښاغلی ساپی وايي:

"ځنګلونه کې یې برقي ارې لګولي وهي یې او له پولې يې اړوي. مخکې يې په ولسي خلکو څه فشارونه وارد کړي وو او ورته‌يې ویلي و چې مومند اېجنسۍ ته لاړ شي تاسې ته دوه کمپونه هلته جوړ کړي او یا د خاص کونړ هوارو سیمو ته کوز شئ، دلته موږ پوستې او تأسیسات جوړوو."

د سیمې اوسېدونکي وايي، پاکستانیو ځواکونو يې کورونه په توپونو وویشتل او دوی يې د خپل کور، کلي پرېښودو ته اړ کړل.

دوی زیاتوي:

"زما نوم ولایت خان دی، لومړی يې زموږ د بري مایا کورونه وویشتل، بیا يې د خدنګ تنګي او شاتي تنګي کورونه وویشتل او له موږ يې سیمه خالي کړه، پاکستان غواړي چې خالي شويو ځایونو کې خپلې پوستې ابادې کړي."

بل‌خوا د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت بیا ازادي راډیو ته د ډیورند په فرضي کرښه د پاکستانیو ځواکونو د پرمختګ او ودانیو جوړولو په اړه څه ونه‌ویل خو وايي چې د پاکستان پوځ ځکه د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي چې دغه سیمې له افغانانو خالي کړي او پر ځای يې وسله‎والې ډلې ځای پر ځای کړي.

ښاغلي همت زیاته کړه:

"پاکستان د افغانستان کورنیو چارو کې تل مداخله کړې. د دوی د راکټونو راویشتل چې شونکړۍ دره کې، شالۍ ولۍ او دانګام ولسوالۍ کې دوام لري. دا هم د دوی هغه مغرضانه اعمال دي چې غواړي دغو سیمو کې د افغانستان د خلکو او دولت دښمنان ځای پر ځای کړي. لومړی د کونړ،ختیځ زون او ورپسې د ټول هېواد امنیت پرې وګواښي."

ولایتي شورا په داسې حال کې د کونړ په خاوره کې د پاکستاني پوځ د مخکې راتګ خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد هېواد د پوځ لوی درستیز د کونړ ګاونډ باجوړ او مومند اېجنسۍ خطرناکې سیمې ګڼلي او ویلي يې دي چې تر ټولو وړاندې به پوځ په همدغو سیمو کې اغزن سیم لګوي او دېوالونه به جوړوي، خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي د ډیورند په فرضي کرښه د پاکستان پوځ وروستي تحرکات ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه‌کوي.

عبدالله: پر ډیورند فرضي کرښې موانع ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه‌کوي

خو د سیمې خلک بیا وایي چې پاکستان د باجوړ او مومند ايجنسیو په ځای د کونړ په خاوره کې پوستې جوړوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG