په روسیه کې پولیسو پرون یکشنبه د اداري فساد مخالف سیاستوال، الکسي نوالني د مظاهرې لهمنځه ونیو.
زرګونه روسانو پرون د هغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې د اداري فساد پر ضد مظاهرې وکړې.
دا په وروستیو کلونو کې په روسیه کې د رژیم پر ضد، د ولسي اعتراض تر ټولو پراخه مظاهره بلل شوې ده.
الکسي نوالني هغه سیاستوال دی چې روسیه کې یې د اداري فساد پر ضد غږ پورته کړی.
ناوالني: له ما پرته هم د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړئ
نوالني پرون د مسکو ښار زړه کې له خپلو پلویانو مظاهرهچیانو سره راڅرګند شو.
د نوالني د غیر حکومتي ډلې مسؤل رومان روبانوف پرون یکشنبه پر ټويټر د مظاهرې له جریانه وېډیوګانې خپرې کړې دي.
په دې وېډیوګانو او عکسونو کې ليدل کېږي چې اعتراض کوونکو د پولیسو د هغه موټر د لارې بندولو هڅه کوله چې الکسي نوالني یې پهکې سپور کړی وو.
د مسکو ښار په دې مرکزي سیمه کې د مظاهرو ځانګړي پولیس راغونډ شوي وو.
زرګونه مظاهرهکوونکو د "وشرمېږئ" او د "د غلو مدافعانو" نارې وهلې.
یوه مظاهرهکوونکي چې د روسیې د پېژندل شوي شاعر الکساندر پوشکین پر مجسمه ختلی و، د "پوتین ۶۶۶" شعار پورته کړ، خو پولیسو په چټکۍ ونیو.
د مسکو پولیسو پرون د الکسي نوالني د لېږدونکي موټر د لارې پرانیستلو لپاره سلګونه مظاهرهکوونکي ونیول.
د مسکو ښار په هغو سیمو کې چې مظاهرهچیان راوتلي وو، د مظاهرو ځانګړي پولیس ډله-ډله ولاړ وو او هليکوپټرو یې هم څارنه کوله.
د روسیې په کراسنویارسک ښار کې د اداري فساد پر ضد مظاهره کې خلکو له واکه د پوتین د لیرې کېدو نارې پورته کړې وې.
هغوي د "روسیه له پوتینه پرته" شعارونه ورکول.
په روسیه کې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي چې تر ۶۰۰ زیات مظاهرهچیان یوازې په مسکو کې نیول شوي دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس"تاس" د مسکو د پولیسو په حواله ویلي چې د نیول شويو کسانو شمېر ۵۰۰ دی.
الکسي نوالني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مسکو د ښاروالۍ لپاره کاندید و.
هغه په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به د روسیې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې ودرېږي.
الکسي نوالني له خپلو پلویانو غوښتنه کړې وه چې په ټوله روسیه کې د اداري فساد پر ضد مظاهرې وکړي.
خو کله چې پولیسو ونیو، پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې له ده پرته هم اعتراضي لاریونونه جاري وساتي.